د(17,500) اولس زره او پنځه سوه متر مربع اصلي ترکي نخي جاینمازۍ فرش د تهیه او تدارک پروژه

bakhshi_admin
فرش

Publish Date

Closing Date

په دې توګه، د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې د حکم پر بنسټ، عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، څو د خپل ضرورت وړ (17,500) اولس زره او پنځه سوه متر مربع اصلي ترکي نخي جاینمازۍ فرش د تهیه او تدارک پروژه د راشد افغان لوژستیکي خدماتو شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (67868) ده او د شرکت پته یې د میدان وردګو ولایت، مرکز میدان ښار ده، د ټولټال (19,232,500) نولس میلیونه، دوه سوه دوه دېرش زره او پنځه سوه افغانیو په بدل کې ورکړي.

حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، له اړوندو دلایلو سره یوځای، په لیکلي ډول د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد او لاسلیک په معنی نه ده او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه منعقد کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۴۲
Background image

د کابل هوايي ډګر د ګمرک محترمې ادارې په ساحه کې د یوه محراب جومات د جوړولو پروژه

په دې توګه عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، څو د کابل هوايي ډګر د ګمرک محترمې ادارې په ساحه کې د یوه محراب جومات د جوړولو پروژه د زاهد ارمغان . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۳۷
Background image

د(17,500) اولس زره او پنځه سوه متر مربع اصلي ترکي نخي جاینمازۍ فرش د تهیه او تدارک پروژه

په دې توګه، د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې د حکم پر بنسټ، عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، څو د خپل ضرورت وړ (17,500) اولس . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۳۱
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ش مالي کال د دفتري لوازمو (میزونو، څوکیو، برېښنايي وسایلو او نورو اړینو اجناسو) پروژي

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له ټولو واجد شرایطو داوطلبانو څخه بلنه کوي، څو د ۱۴۰۵ هـ ش مالي کال د دفتري لوازمو (میزونو، څوکیو، برېښنايي وسایلو او نورو اړینو اجناسو) د تهیه او تدارک په . . .

Back to tenders