پیام تبریکی ازهرشریف

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۹ - ۱۴:۵
پیام ازهر

د ازهر شريف لوی امام استاد دکتور شيخ احمد الطيب دافغانستان اسلامي جمهوري دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزير محترم محمد قاسم حليمي د ټاکل کېدو په تړاو مبارکې وويله

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر ته!

السلام الله علیکم ورحمته وبرکاته

د الازهر پوهنتون لوی رییس ښاغلی شیخ أ.د/ أحمد الطیب او د الازهر پوهنتون فارغانو نړیوال سازمان د ادارې رهبري هیأت تاسو ښاغلي ته د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سر پرستي او مشري مبارکي وړاندې کوي.
موږ په دې باور یو، چې دغه مقام ته رسېدل یوازې ستاسو د هغو هڅو پایله ده، چې د اسلام له مبین دین څخه سم فهم او د هغه د منځلاري او اعتدال د زده کړې په لاره کې مو ترسره کړې دي.

همدا رنګه د دې مقام د مبارکۍ ترڅنګ د یادولو وړه ده، چې دا ډول منصبونه د لوړ همت لرونکو خلکو مکلفیت دی او موږ پر تاسې ددې مکلفیت د ښه اداء کولو ډاډ او باور لرو.
په پای کې له الله تعالی جل جلاله څخه غواړو څو ستاسو قدمونه په مستقیمه لاره کې ثابت او ددې امانت د اداء کولو په هکله درته پوره توفیق او مرسته په برخه کړي.
زموږ د احترام لوړ مراتب قبول کړئ

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

د ازهر پوهنتون رئیس

.د/ محمد المحصراوی

د ازهر د فارغانو د نړیوال سازمان

د ادارې مجلس د رئیس مرستیال

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۹:۱۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ۱۴۴۷هـ ق کال د حاجیانو د لېږد را لېږد په تړاو د هېواد د هوايي شرکتونو له مسؤولینو سره وکتل

سه شنبه، ۲۷/ جمادی الاولیٰ ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۲۷/ عقرب ۱۴۰۴ هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ‌ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د حج پروسې د چمتووالي ، د اړوندو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۴۳
Background image

په مقدّسو مشاعرو کې د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو تړونونه د سعودي عربستان اړوند له ضیوف البیت او رواف منی شرکتونو او یوه روغتون سره لاسلیک شول

سه شنبه، ۲۰ جمادى الأولى۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۰ عقرب۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷ هـ ق کال د حاجیانو لپاره په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدَّسو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۳۷
Background image

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر سره وکتل

سه شنبه ۲۰/ جمادى الأولى/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۲۰/ عقرب/ ۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ‌ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مقام کې، په قطر کې د افغانستان اسلامي. . .

BACK TO NEWS