دافغان حاجیانو دبېرته راستنېدو لړۍ په منظم ډول روانه ده

شنبه۲۴ ذوالحجة الحرام۱۴۴۶ هـ ق مطابق۳۱ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش
له سعودي عربستان څخه هېواد ته د۱۴۴۶ هـ ق کال دحج مراسمو د ترسره کولو وروسته دافغان حاجیانو دراستنیدو لړۍ له کومې ستونزې اوځنډ پرته په منظم او نورمال ډول روانه ده.
د اریانا افغان هوايي شرکت له لوري تر دې دمه په (۹) پروازونو کې (۲۰۷۰)تنه حاجیان او د کام اېر هوایي شرکت له لوري بیا په (۱۸) پروازونو کې (۶۸۲۸)تنه حاجیان له سعودي عربستان څخه هېواد ته را انتقال شوي دي چې په ټولیز ډول د دواړو شرکتونو له لوري په (۲۷) پروازونو کې (۸۸۹۸) تنه افغان حاجیان هېواد ته راستانه شوي دي.
له دې ډلې څخه (۵۴۴۰) تنه حاجیان د کابل نړیوال هوایي ډګر له لارې او (۳۴۵۸) تنه مولانا جلالالدین محمد بلخي نړیوال هوایي ډګر له لارې هېواد ته را رسېدلي دي.
د یادونې وړ ده چې د پاتې حاجیانو د بېرته ستنېدو لړۍ به هم د ټاکل شوي مهالوېش له مخې دوام ومومي او په نږدې راتلونکي کې به هرات نړیوال هوایي ډګر ته هم د حاجیانو د انتقال پروازونه پیل شي ترڅو ټول حاجیان په منظم ډول هېواد ته راستانه شي