د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل
دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محترم شیخ عبدالفتاح حقاني، په مکه مکرمه کې د حج قونسل محترم مولوي عبدالباقي سجاد او د وزارت د مساجدو چارو د انسجام عمومي رئیس محترم مولوي محمد اشرف حقاني هم پکې شامل وو، په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر ښاغلي دکتور توفیق بن فوزان الربیعة او یو شمېر نورو لوړپوړو مسؤولینو سره وکتل.
په دې مهمه کتنه کې، چې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په مَقَر کې ترسره شوه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اسلامي تاریخ په اوږدو کې د دیني او کلتوري اړیکو د دوام، د حج چارو د لاښه تنظیم، د راتلونکي حج موسم د چمتووالي، د افغانستان اسلامي امارت لپاره د حج سهمیې د زیاتوالي او په نورو اړوندو بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
په غونډه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر ښاغلي دکتور توفیق بن فوزان الربیعة د محترم وزیر صاحب په مشرۍ د افغان پلاوي هرکلی وکړ او د افغان حاجیانو د چارو د مستقیم اشراف او مدیریت په موخه یې د محترم وزیر صاحب حضور وستایه. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د حج په برخه کې پر موجودو همکاریو خوښي څرګنده کړه او د افغانستان د حاجیانو د خدمت لپاره یې د سعودي عربستان د دوامدارې ژمنتیا یادونه وکړه.
هغه زیاته کړه چې د حج د چارو د لا ښه تنظیم، حاجیانو ته د اسانتیاوو د پراختیا او د اداري او تخنیکي تجربو د شریکولو په برخه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا پیاوړې شي. همدارنګه یې د ګډو روزنیزو پروګرامونو او ظرفیت لوړونې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غونډې په پیل کې ښاغلي ثاقب صاحب د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له رهبرۍ، د خادم الحرمین الشریفین ښاغلي ملک سلمان بن عبدالعزیز، د هغه له ولیعهد محترم محمد بن سلمان، د سعودي عربستان له حکومت او په ځانګړې توګه د حج او عمرې وزارت له مسؤولینو څخه د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د حج موسم د بریالي مدیریت، غوره تنظیم، د پرمختللو تخنیکي او اداري سیستمونو د تطبیق او حجاج کرامو ته د سهولتونو او اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې د وړاندې شوو خدماتو او له هغو څخه د افغان حاجیانو د برخمن کېدو له امله مننه او قدرداني وکړه او د حج پروسې د بریالي پای ته رسېدو په تړاو یې ورته مبارکي وویله.
محترم وزیر صاحب همدارنګه د راتلونکي ۱۴۴۸ هـ ق کال د حج لپاره د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له لوري د سپارل شوې وثیقې او مهالویش د تطبیق په اړه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د بشپړ چمتووالي څرګندونه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د راتلونکي کال د حج اړوندې اداري، تخنیکي او تنظیمي چارې به د ټاکل شویو مرحلو او وختونو مطابق ترسره شي.
همداراز په غونډه کې، افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو د لاښه والي په موخه، د حج د چارو د عصري کولو، د افغانستان د حج بعثې د غړو د روزنې او ظرفیت لوړونې، د تجربو د تبادلې او د دواړو وزارتونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه بحث وشو او محترم وزیر صاحب د سعودي عربستان له تجربو څخه د استفادې او د ګډو روزنیزو پروګرامونو د هرکلي ترڅنګ د داسې پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وکړ.
همدارنګه په دې غونډه کې د افغانستان د حج سهمیې د زیاتوالي موضوع هم د خبرو یوه مهمه برخه وه. د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر صاحب د افغانستان د نفوسو د زیاتوالي او د حج فریضې د اداء کولو لپاره د افغانانو د پراخې لېوالتیا یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې د نړیوالو ادارو د وروستیو راپورونو له مخې هم د افغانستان نفوس درې څلويښت اعشاریه اته (۴۳.۸) میلیونه یاد شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې هر کال د حج د نوم لیکنې له اعلان سره سم تر سلو زرو ډېر افغانان د دې سترې الهي فریضې د اداء کولو لپاره نوم لیکنه کوي او هیله یې څرګنده کړه چې د افغانستان د نفوسو او د حج اداءکولو لپاره د افغانانو د غوښتنې په رڼا کې د حج سهمیې د زیاتوالي موضوع ته ځانګړې پاملرنه وشي او زیات شمېر افغانانو ته د دې مهم دیني رکن د اداء کولو فرصت برابر شي.
یاده کتنه په دوستانه فضاء کې ترسره شوه او دواړو لورو هیله څرګنده کړه چې دا ناستې به د دواړو وزارتونو ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو، متقابل اعتماد او دوامداره اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مؤثرې تمامې شي.
