د ارشاد، حج او اوقافو او د کورنیو چارو وزیرانو د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوند د دولت زیو کلي جامع جومات د رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۰:۱۹
ملاقات با وزیر داخله

۲ رجب المرجب ۱۴۴۵ هـ ق (۲۴ جدي ۱۴۰۲ هـ ش)

‏د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوند د کوز قلعه حسن خان د دولت زیو په کلي کې څه موده وړاندې د یوه جامع جومات دجوړيدو چارې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري پیل شوې وې

چې نن له غرمې ورسته د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب او د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني د یاد جومات د رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

‏د دغې لیدنې په ترڅ کې ښاغلي ثاقب وویل: د ارشاد، حج او اوقاقو وزارت په مسؤلیتونو کې یو مسؤلیت د جوماتونو جوړول دي چې دې وزارت تل هڅه کړې چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې جوماتونه جوړ کړي چې د یو شمېر جوماتونو د جوړولو چارې همدا اوس روانې دي، همدارنګه د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د محترم خلیفه صاحب راتګ او په دغه برخه کې یې هلې ځلې وستایلې او يادونه یې وکړه چې دغه جومات هم د خلیفه صاحب په ځانګړي توجه او همکارۍ سره جوړیږي.

نوموړي زیاته کړه چې خلیفه صاحب د افغانستان د هر وګړي په زړه کې ځای لري او زموږ دټولو هېوادوالو لپاره د ویاړ شخصیت دی.

ورپسې د کورنیو چارو محترم وزیر صاحب خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د جوماتونو جوړولو او همداشان نورو دیني برخو ته ډېره توجه شوې ده.

چې په راتلونکې کې به هم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د نورو جوماتونو جوړول دوام ولري.

محترم خلیفه صاحب وویل: دغه اسلامي نظام دعلماء کرامو له لوري ساتل کیږي ځکه علماء کرام د انبیاؤ وارثین دي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ  کې زیاته کړه، چې د جوماتونو جوړولو په برخه کې د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر  هڅې د ستايلو وړ دي.

د يادونې وړ ده چې دغه جومات په (۱۲۵۰) متره مربع ځمکه کې ډېزاین شوی او د (۴۲۰۲۴۹۳۱) دوه څلوېښت میلیونه، څلور وېشت زره، نهه سوه او یو دېرش افغانيو په لګښت سره په دریو پوړونو کې جوړېږي چې د ضرورت ټولې اسانتياوې لکه: د اودسونو ځایونه، تشنابونه او د امام کور پکې په پام کې نیول شوي دی چې  په يوه وخت کې به د(۲۲۱۵) تنو لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۱۱
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ بغلان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له والي، اداري مسؤولینو او د بېلابېلو ولسوالیو له امامانو او علماء کرامو سره وکتل

سه شنبه، ۲/ رجب المرجب/۱۴٤۷هـ ق، مطابق ۲/جدی/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د بغلان ولایت له والي، محترم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۳۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ سمنګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت له والي، اداري مسؤولینو او یو شمېر علماء کرامو او قومي مشرانو سره وکتل

دوشنبه ١/رجب/١٤٤٧هـ ق، مطابق ١/جدی/١٤٠٤هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ د سمنګان ولایت له والي، محترم مولوي محمد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۴۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ جوزجان ولایت ته د دیني او اداري چارو د ارزونې او د دښتِ ليلې د مظلومو شهیدانو د زیارت په موخه سفر وکړ

یکشنبه ٣٠/جمادی الآخرة/ ١٤٤٧هـ ق، مطابق ٣٠/ قوس/ ١٤٠٤هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب صاحب جوزجان ولایت ته ددغه سفر پر مهال د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS