د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اداري او مالي مرستیال په تهران کې د اسلامي وحدت په اووه دیرشم نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.
۱۷ ربیع الأول ۱۴۴۵هـ ق (۱۰ د میزان ۱۴۰۲هـ ش)
د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عارف الله عارف د ایران د اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه او د افغانستان د اسلامي امارت په استازیتوب په تهران کې د اسلامي وحدت په( ۳۷م) نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.
د ښاغلي عارف الله عارف په مشرۍ یاد پلاوي یکشنبه د دغه کنفرانس په لومړۍ ورځ د ( ۱۴۴۵) هجري قمري کال د ربیع الأول په شپاړسمه چې د (۱۴۰۲) هجري شمسي کال د میزان له نهمې سره برابره ده د (ګډو ارزښتونو د لاسته راوړلو لپاره اسلامي همکاري) تر عنوان لاندې جوړ شوې کنفرانس کې برخه واخیسته.
نوموړي کنفرانس د ایران د اسلامي جمهوریت د جمهور ریئس ابراهیم رئیسي لخوا د افغانستان او نړۍ د علماوو په شتون کې د اسلامي هېوادونو د سرمشریزې په تالاره کې پرانیستل شو.
د افغانستان د اسلامي امارت په راتګ سره دا لومړی ځل دی چې د امارت پلاوی په یاد کنفرانس کې ګډون کوي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي وحدت نړیوال کنفرانس په ایران کې هر کال د یوې اوونۍ لپاره ترسره کیږي، چې د اسلامي هېوادونو د دیني چارو وزیران، جید علماء کرام او د اسلامي نړۍ مطرحې څیرې په کې ګډو کوي.