د ارشاد، حج او اوقافو وزارت استازي د هغو شرکتونو له رئیسانو سره وکتل چې حاجیانو ته خدمات وړاندې کوي او له دوی سره یې تړونونه هم لاسلیک کړل.

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۰:۷
دیدار با نماینده سعودی

۲۸ جمادي الثانیة ۱۴۴۵ هـ ق ( ۲۰ جدي ۱۴۰۲ هـ ش)

جده: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت با صلاحیته استازی محترم مولوي عبدالولي حقاني چې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمي بلنه هغه هېواد ته تللی دی.

نن د څو ناستو په ترڅ کې د النقابة العامة للسيارات، دليل الزوار (د الادلاء شركت مربوط) والوكلاء الموحد شرکتونو له رئیسانو سره د بېلابېلو کتنو په ترڅ کې، له دوی سره تړونونه هم لاسلیک کړل، چې ترڅو افغان حاجیانو ته د حج مراسمو په جریان کې په اسانۍ سره مناسب خدمات وړاندې شي.

د يادونې وړ ده، چې د موحد وکلاوو شرکت دنده؛ د جدې او مدينې منورې په هوايي ډګرونو کې د حاجيانو هرکلى کول، د حاجیانو تنظیم او په ټاکلي وخت سره له هوایي ډګر څخه خپلو ودانیو ته لیږدول او برعکس د مراسمو په پای کې په ټاکلي الوتنو کې هېواد ته بېرته لیږدول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

BACK TO NEWS