د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د افغان حاجیانو د چارو د مستقیم اشراف او د حج پروسې د رهبرۍ په موخه سعودي عربستان ته سفر وکړ

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۲:۳۸
ملاقات وزیر

پنجشنبه، ۴/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱/جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب مکې مکرمې ته د روان کال د ټولو دیرش زره (۳۰۰۰۰) حاجیانو تر رسېدو وروسته،دهغوی له چارو څخه د مستقیم اشراف، لا ښه تنظیم او د وړاندې کېدونکو خدماتو د څارنې او ارزونې په موخه سعودي عربستان ته سفر وکړ.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی وزیر صاحب به د خپل سفر پر مهال په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو مشاعرو کې د حاجیانو د استوګنې، ترانسپورټ، تغذیې، روغتیايي خدماتو او د مناسکو د لارښوونې بهیر له نږدې وڅاري او مقدسو مشاعرو ته د حاجیانو د منظم انتقال لپاره د نیول شوو تدابیرو ‏د تطبیق او عملي کېدو ارزونه ترسره کړي، همداراز به محترم وزیر صاحب د ګمارل شوو کمېټو مسؤولینو ته د چارو د لا ښه تنظیم او اغېزمن مدیریت په تړاو لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړي.

همدارنګه محترم وزیر صاحب به د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له لوري په جوړېدونکو رسمي کنفرانسونو او غونډو کې ګډون وکړي، چې په ترڅ کې به د اسلامي نړۍ له استازو، د حج او عمرې له مسؤولینو او اړوندو قراردادي شرکتونوسره د حج د چارو د لا ښه تنظیم، د حاجیانو د خدماتو د پراختیا اود ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه لیدنې وکړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ډاډ ورکوي چې د حج مناسکو د اداء کولو لپاره مقدسو مشاعرو ته د افغان حاجیانو د منظم انتقال او هغوی ته د لازمـو خدماتو د وړاندې کولو په موخه، د قراردادي شرکتونو د سلګونو کارکوونکو ترڅنګ د حج بعثې اعضاء هم د تغذیې، ترانسپورټ، مناسکو، مفقودینو او وفیاتو او نورو اړوندو کاري کمېټو په ترکیب کې په خدمت بوخت دي، ترڅو افغان حاجیان وکولای شي د حج مناسک او خپل عبادات په پوره نظم، آرامتیا او سکون سره اداء کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۵:۵۳
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په لړ کې له مِنٰی شریفې څخه د عرفات میدان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو

سه شنبه، ۹/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶/ جوزا /۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي پلان له مخې د ذوالحجة الحرام میاشتې د نهمې نیټې (عرفات ورځې) په رارسېدو سره، له مِنٰی. . .

BACK TO NEWS