د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حاجیانو دمعلمینو سیمنار دپای غونډه کې کډون او وینا وکړه

bakhshi_admin
جمعه ۱۴۰۲/۲/۱۵ - ۸:۵۳
سخنرانی وزیر

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حاجیانو دمعلمینو سیمنار دپای غونډه کې کډون او وینا وکړه ۱۴ روان هجري قمري کال د حجاج کرامو د معلمینو لپاره روزنیز سیمینار چې د اوو ورځو لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوری د حاجیانو په مجتمع کې پیل شوې وه، نن پای ته ورسېد. په همدې تړاو جوړې شوې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب او ددې وزارت مرکزي ریاستونو یو شمیر رئیسانو ګډون درلود. غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشا، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب په تفصیلې ډول دیني او لارښودنکې وینا وکړه او زیاته یې کړه : ډېر خوشحاله یو چې نن په داسی یوه غونډه کې شتون لرو، چې د هېواد شیوخ او جید علماء کرام په کې حضور لري. ښاغلي ثاقب ټولو هغو معلمینو ته چې په آزموینه کې په لوړو نمرو سره بریالي شوې دي مبارکي وویله او د دندو په چارو کې یې ورته د بریالیتوب آرزو وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې الله ﷻ دې تاسو ته توفیق درکړي چې له دې سیمینار څخه مو ډېر څه زده کړي وي او په خپلو ولایتونو او ولسوالیو کې تلونکو حاجیانو ته د حلقاتو له لارې دحج مناسک ور زده کړي. همدا زار یې ‏د حاجیانو معلمینو ته په خطاب کې وویل چې د حج مناسک مو په ښه ډول نه وی زده کړي په کامل ډول د حج فریضه اداء سخته وي، هغه حاجیان چې د حج فریضې د اداء کولو لپاره ځې دوه برخې فرایض باید سم زده کړي لومړی دحج فرائض او دویم د حج پوهه فرض ده نو ددغو موضوعاتو زدکړه تاسو ته راجعه کیږي. د غونډې په پای کې ښاغلي ثاقب ټولو معلمینو ته خپلو ور سپارل شویو چارو کې د سر لوړي او بریالیتوب دعاء وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS