د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په بهر کې مېشتو افغانانو له یو شمېر علمي او فرهنګي شخصیتونو سره وکتل

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۹:۴۲
ملاقات

چهارشنبه ۸ شوال المکرم ۱۴۴۵ هـ ق (۲۹ حمل ۱۴۰۳ هـ ش)

‏د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نور محمد ثاقب په بهر کې مېشتو افغانانو له یو شمېرعلمي او فرهنګي استازو او شخصیتونو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

‏په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنگ وویل: افغانستان د ټولو افغانانو گډ کور دی او ټول هغه افغانان چې د هېواد څخه بهر دي ورڅخه هیله کوو چې بیرته خپل هېواد ته راستانه شي او دهېواد په آبادۍ او پرمختگ کې ونډه واخلي.

ښاغلي ثاقب زیاته کړه الحمد الله په هېواد کې شرعي نظام، عدل او انصاف  او سر تاسري امنیت تأمین شوی دی .

دهېواد آبادي د اقتصادي ثبات پیاوړتیا او هېوادوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت دنده او مسؤلیت ده او په دې برخه کې به له هیڅ راز هڅو درېغ ونکړي.

‏د اسلامي امارت مسؤلین د اداري فساد محوه کولو او وطنوالو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو ته پوره ژمن دی.

ورپسې له راغلو استازو او علمي اشخاصو په استازیتوب ډاکټر خوشحال روهي او څو تنو نورو خبرې وکړي، دوی زیاته کړه د ویاړ ځای ده چې په هېواد کې اسلامي امارت اقتصادي پروژې په خپلو مالي امکاناتو پیل کړي دي د قدرت جزیرې یې لمنځه وړي او د اداري فساد یې بشپړ مخنیوی کړی دی .

همداشان  دوی  په هېواد کې د امنیت پر تامین، د نشه یي توکو په منع کولو، د سترو انکشافي پروژو پر عملي کولو او بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو خوښي څرگنده کړه.

دوی زیاته کړه په هېواد کې د اسلامي امارت په حاکمېدو سره په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي توگه د سوداگرۍ او پانگونې په برخو کې زیات فرصتونه رامنځته شوي دي او ټول هېوادوال له ځاني او مالي مصؤنیت څخه برخمن دي.

په پای کې راغلو استازو وویل په بهر کې مېشت افغانان اماده دي چې خپل اقتصادي، علمي او ټولنیز ظرفیتونه او امکانات له اسلامي امارت سره شریک کړي او دوی دگران وطن لپاره مصدر دخدمت وگرځي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۴۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د زړو قرآن کریمونو، پارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل

اول د ربیع الأول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت پر اساس، په مرکز او ولایاتو کې د زړو قرآن کریمونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرسیتال معرفي شو

۸ صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د حکم پر اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی مسلکي مرستیال، شیخ ضیاءالرحمن مدني نن د. . .

BACK TO NEWS