د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په لوګر ولایت کې د ساتل شوي متبرک (حضرت محمد مصطفی ﷺ ته دمنسوب شوي کمیس مبارک او خولۍ مبارکې) څخه لیدنه وکړه.

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۲۲:۳۱
logar

 ۱۲شوال المکرم ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۲۱حمل ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ‌الحدیث سرمحقق دوکتور نورمحمد ثاقب نن پنجشنبه له غرمې مخکې لوګر ولایت ته سفر وکړ او په یاد ولایت کې یې د ساتل شوي متبرک (کمیس مبارک او خولۍ مبارکه) چې حضرت محمد مصطفی ﷺ ته یې نسبت کیږي لیدنه وکړه. نوموړي په داسې حال کې چې د لوګر ولایت د والي مرستیال، د علماوو شوریٰ رئیس، د ارشاد، حج او اوقافو رئیس امنیه قوماندان او له وزارت څخه ورسره تللي پلاوي یې ملتیا کوله دمتبرک څخه له نږدې لیدنه اوزیارت وکړ، او د یاد متبرک دعظمت، روحاني لوړتیا، معنوي ارزښت په تړاو یې هر اړخیزې خبرې وکړي او د ښه حفاظت په اړه یې د اړوندو مسؤلینو په همغږۍد دې اسلامي میراث د خوندي ساتلو لپاره عملي او بیړني اقدامات ترسره شول   د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل، چې د دغه متبرک د لا ښې ساتنې په خاطر باید یوه ځانګړی ودانۍ جوړه شي، نوموړي د دغې ودانۍ لپاره د مناسبې ځمکې د انتخاب او ساختماني طرحې برابرولو په هکله د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تخنیکي ټیم ته جدي سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه چې د دې متبرک درناوی او حفاظت د هر مسلمان یو ستر مسئولیت دی، ترڅو د دې عظیم میراث ارزښت له یو نسل څخه بل نسل ته په سم ډول ولیږدول شي. د یاد سفر په ترڅ کې ښاغلي ثاقب د لوګر ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست کاري چارې وارزولې او همداراز د اوقافي جایدادونو څخه د ښه مدیریت او ګټورې استفادې لپاره یې اړوندو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې  د یادونې وړ ده چې دغه سفر د لوګر ولایت د شریفو خلکو، دیني عالمانو او دیاد ولایت مسؤلینو لخوا له تود هرکلي سره مخ شو او د ارشاد،حج او اوقافو د وزیر دغه اقدام یې د دیني او روحاني ارزښتونو او اسلامي میراثونو د ساتنې په برخه کې یو مثبت ګام وباله

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS