د ارشاد حج اوقافو وزیر د هرات هوايي ډګر کې دحاجیانو له کاروان سره ولیدل او خدای ج په اماني يې وکړه
مولوی عبدالحکیم منیب د هرات هوايي ډګر ترمینل له حجیانو سره د لیدني پرمهال د سږني کال د حج پروسې د اسانتیا وو په هکله وویل چې ټول ګمارل شوی پرسونل چې عبارت د بعثه له غړو، ناظمینو ډاګټرانو څخه دي ټول ستاسو خدمت کې دي.
هغه حاجیانو ته په خبرو کې وویل تاسو د لوی خدای ج میلمانه یاست او ستاسو دوعا به هم د لوی خدای ج په دربار کې قبوله شي نو له همدې امله په خپل هېواد کې د سولې او ارامي یوالي وروولي لپاره د لوی خدای ج دربار ته لاس په لپه شئ او خپل هېواد ته دوعا وکړئ.