د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا
پر اسلامي امت باندې د الله تعالی له لويو نعمتونو څخه یو نعمت دادی چې ځینې داسې غوره او ځانګړي وختونه يې ورته ټاکلي دي چې په هغو وختونو کې د نېک عمل اجر ډېر زیات وي او پکې د بندګانو ګناهونه معاف کېږي او لوړې درجې یې په برخه کیږي .
یو له دغو غوره وختونو څخه د جمعې مبارکه ورځ ده، چې الله تعالی د اسلامي امت لپاره ځانګړې کړې او د مسلمانانو لپاره د اونۍ اختر ګرځولې.
الله تعالی په دې ورځ کې پر مسلمانانو د جمعې لمونځ فرض کړی او د جمعې د خطبې اوريدل يې ورباندې واجب کړي دي.
د جمعې خطبه خپل آداب او مستحبات لري او له مستحباتو څخه یې یو مستحب د وخت امیر او حاکم ته د خیر او صلاح، په شريعت باندې د استقامت او پر دښمنانو د بري دعاء کول دي.
د وخت سلطان او حاکم ته دعاء هغه څه دي چې د صحابه وو په زمانه کې به کیدله.
امام احمد بن حنبل او فُضیل بن عیاض او نورو ویلي دي که چیرې زموږ یواځې یوه دعاء قبلیږي نو موږ به یې عادل بادشاه ته وکړو . همدا راز د عثماني خلافت په دوران کې به په خطبو کې عثماني خلفاوو ته دعاء کیدله.
د پورتنیو دلا ئلو او متوارث تعامل په بناء به د ظاهر شاه په وخت کې هم ده ته په خطبو کې دعاء کیدله او د افغانستان اسلامي امارت د لومړي دور د حاکمیت په وخت کې به هم د وخت امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ته دعاء کیدله.
په همدې موخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ټول هيواد د امامانو او خطيبانو لپاره یوه متحده خطبه ترتیب کړه، چې د خطبې ټول ارکان، سنتونه او آداب پکې رعایت شوي دي او د افغانستان اسلامي امارت د مقام له خوا تصویب شوې ده.
بناءً د هيواد پر ټولو امامانو او خطيبانو لازمه ده، چې د جمعې په ورځ د همدغې خطبې په ویلو سره دخپل اتفاق او يووالي څرګندونه وکړي.