د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

د امامانو او خطیبانو روزنې انستیتوت د درېیمې دورې، ۱۳۹۹لمریز تعلمي کال لپاره زده کونکي جذبوي، په لاندې شرطونو برابر کسان کولی شي نوم لیکنه وکړي.

د جذبېدو شرطونه

ــــــــــــــــــــــــ

۱:  له مدرسې څخه د ۱۲ټولګي د فراغت اسناد.

۲: د نوم لیکنې په وخت کې باید اصلي او کاپي اسناد له ځان سره ولري.

۳: اصلي او کاپي تذکره او ۶قطعې ۳/۴عکسونو باید له ځان سره ولري.

د امامانو او خطیبانو روزنې انستیتوت مناسبې ځانګړنې

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‎

۱: په عربي ژبې زده کړه.

۲: غوره اکاډمیک چاپېریال.

۳: د کمپیوټر او مکتبه شامله (کمپیوټري کتابتون) زده کړه.

۴: د څلورو سمسترونو وړیا زده کړه.

ښېګڼې

ـــــــــــــ

۱: هغه زده کونکي چې ۸۰سلنه نمرې تر لاسه کړي کولی شي تر اخصاصي ازموینې وروسته د دولتي پوهنتونونو شرعیاتو پوهنځي درېیم سمستر ته لار پیدا کړي.

۲: له دغه انستیتوت څخه فارغانو ته د حج د معلمۍ په پروسه کې لومړیتوب ورکول کېږي.

۳: په انستیتو کې په وړیا ډول د عربي ژبې زده کړې ته زمینه برابرول.

۴: له دغه انستیتوت څخه فارغو کسانو ته د وزارت په کاري برخو او امامت او خطابت په ټاکل کېدو کې لومړیتوب ورکول کږي.

هغه کسان چې غواړي نوم لیکنه وکړي په لاندې پته دې مرجعه وکړي:

پته: د انصاري څلورم سړک، بلاسم شفاخانې ته څېرمه، پنځم کور د امامانو او خطيبانو د روزنې انستیتوت، کابل افغانستان.

خبرتیاوې

پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۷ - ۱۶:۳۱
Background image

د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د پوهنې وزارت اسلامي تعلیماتو معینیت سره په ګډه همغږۍ د هېواد قاریانو د ظرفیت لوړونې او مسلکي کولو په موخه د معهد عالي قراءات رامنځته کړی دی. د ښوونځیو او . . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۰ - ۱۱:۳
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

د امامانو او خطیبانو روزنې انستیتوت د درېیمې دورې، ۱۳۹۹لمریز تعلمي کال لپاره زده کونکي جذبوي، په لاندې شرطونو برابر کسان کولی شي نوم لیکنه وکړي.

د جذبېدو شرطونه

ــــــــــــــــــــــ . . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۶ - ۱۴:۱۸
Background image

د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا د حج متقاضیانو درنو ناظمینو! لکه څرنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده، چې د ١٣٩٩کال د حاجیانو د ناظمینو تحریري ازموینه مخکې د اداري اصلاحاتو او ملکي . . .

Back to announcements