د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

bakhshi_admin
اطلاعیه

‏ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د حج لپاره نوی نوم لیکنه وکړي. په همدې موخه د هېواد په مرکز او ولایاتو کې ټولو هغو اشخاصو ته چې د بیت الله شریف د حج اراده لري خبر ورکول کیږي، چې د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د حج د ثبت نام لپاره د شنبې له ورځې ۸/رجب/۱۴۴۵ هـ ق مطابق ۳۰/جدی/۱۴۰۲هـ ش، څخه تر ۲۰/رجب/۱۴۴۵هـ ق مطابق ۱۲/دلو/۱۴۰۲هـ ش نیټې پورې، په مرکز کې د حاجیانو مجتمع ته چې د زړو مکروریانو، د ملي بس څلورلارې د مرنجان تپې لمنې ته څېرمه موقعیت لري او په ولایاتو کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو ته له اصلي او کاپي تذکرې او دوو قطعو اوسنیو عکسونو چې اندازه یې ((4×3 کې وي، سره یوځای تشریف راوړی او خپل ثبت نام وکړئ. یادونه: د کابل ولایت اړوند ولسوالیو د حج اراده لرونکي اشخاص دې ‏د ثبت نام لپاره د کابل ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ته مراجعه وکړي.

خبرتیاوې

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۹:۷
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت خبرتیا

‏ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د حج لپاره نوی نوم لیکنه وکړي. په همدې موخه د هېواد په مرکز او ولایاتو کې ټولو هغو اشخاصو ته چې د بیت الله شریف د حج . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۰:۱۶
Background image

د رسنیو درنو استازو!

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د امامانو د ستاژ، د تدریب الأئمه انسټیټیوټ لومړنیو پړاوونو، د عربي ژبې د زده کړې د فراغت شپږمې مرحلې او د سیرت نبوي ﷺ سیالۍ په تړاو د پای . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۹:۱۲
Background image

رسنېز بلنلیک !

د رسنیو درنو استازو!

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لری، هغو حاجیانو ته چې سږکال د فرضي حج د اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وه، د دوی د لګښتونو څخه پاتې پیسې د یاد وزارت . . .

Back to announcements