د افغانستان د سولی په تړاو د اسلامي او عربي هېوادونو علماوو غونډه وکړه.
چهارشنبه 29 غويي 1400
کابل؛ د حکومت د رسنیو مرکز په تالار کې د افغانستان د سولی په تړاو د اسلامي او عربي هېوادونو علماوو د( VTC) کنفرانس له لارې غونډه وکړه.
یاده غونډه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او په اردن کې د افغانستان سفارت په نوښت جوړه شوې وه.
په دغه غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمی، د وزارت رهبري هیئت، په اردن کې د افغانستان سفیر طارق شاه بهرامي د اردن اسلامي هېواد د اوقافو وزیر دوکتور محمد الخلایله، د فلسطین اسلامي هېواد قاضي القضات او د ولسمشر ستر سلاکار دوکتور محمد هباش د ترکي اسلامي هېواد د عالي شورا غړي دوکتور علی افجو، د اردن هېواد د علماء کرامو رئیس دوکتور عبدالله الصیفي، د عراق جمهوري هېواد د علماء کرامو د کمېټي رئیس دوکتور یوسف الناصري د لبنان هېواد د شعیه علماوو د عالي شورا لومړي مرستیال قاضي علي الخطیب، د مصر هېواد د دینې علماوو استازي دوکتور حسن صلاح الصغیر او د افغانستان جیدو علماوو ګډون کړی و.
په پیل کې په اردن هېواد کې د افغانستان سفیر طارق شاه بهرامي د پرانیستې وینا وکړه.
ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمی خبرې وکړې. نوموړي د ټولو هېوادونو استازو او له جیدو علماء کرامو څخه مننه وکړه، چې تل یې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو غږ پورته کړی. ښاغلی حلیمی د افغانستان ترڅنګ په فلسطین هېواد کې د اسرائیلو له لوري روان ظلم په سختو ټکو وغنده او زیاته یی کړه، مونږ د فلسطین هېواد په غم او درد کې شریک یو.
ښاغلي حلیمي په وسلوالو مخالیفو هم غږ وکړ، چې سوله وکړي او نور له افغان وژنې څخه لاس واخلي او جګړه و دروي.
ورپسي د اسلامي او عربي هېوادونو دیني عالمانو هم په اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او د جګړې له ښکېلو اړخونو یې وغوښتل، چې سولی ته غاړه کېږدي او د ورورۍ په فضاء کې ژوند تېر کړي.