د روان کال د حاجیانو د معلمینو روزنیز سیمینار دویم پړاو په بریالتوب سره پای ته ورسیده.

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۱:۴۵
سمینار معلمین

پنجشنبه ۲۵ رمضان المبارک ۱۴۴۵ هـ ق (۱۶ حمل ۱۴۰۳ هـ ش)

د حاجیانو د معلمینو روزنیز سیمینار چې د یوې اونۍ لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې پیل شوې وو نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مسلکي مرستیال شیخ الحدیث مولوي زر محمد حقاني او د مرکزي ریاستونو یو شمېر رئیسانو په حضور کې پای ته ورسېده.

د سیمینار د پای په غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت محترم مرستیال د حج په پروسه کې نیکو اخلاقو توصیې او بد گفتاریو څخه د ځان ساتنې موضوعاتو په تړاو معلمینو ته هر اخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې حاجیانو ته هم د حج په پروسه کې د نیکو اخلاقو، صبر او تعمل په اړه توصیې وکړئ.

ښاغلي حقاني وویل: د نیکو اخلاقو نمونه زموږه او ستاسو خوږ نبي حضرت محمد ﷺ دی، باید ښه اخلاق، صبر او تعمل له هغوی څخه زده کړو.

همدا رنگه د معلمینو په استازيتوب مولوي آدم جان نعماني خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مقام د پیرزوینې څخه مننه کوو، چې په علماء کرامو باندې یې باور وکړ او دغه لوی مسؤلیت یې مونږ او تاسو ته را وسپاره.

نوموړي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري جوړ شوی نصاب، د دندو لایحې او نور مهم موضوعات گټور وبلل او د خپلو مسؤلیتونو د ښه تر سره کولو په تړاو یې ډاډ څرگند کړل.

‏د یادونې وړ ده چې په دې سیمینار کې د یوویشت ولایتونو د حجاج کرامو معلمینو ته د هېواد په کچه د لویو شیوخو، جیدو علماء کرامو او مسلکي استاذانو لخوا د یوې اونۍ په ترڅ کې دغه روزنیز سیمینار ترسره شو، چې د نورو ولایتونو معلمینو ته به په دریم پړاو کې دغه روزنیز سیمینار ترسره شي.

غونډه د وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ سید رحمن بغلاني د دعائیه په لوستلو سره پای ته ورسېده

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

د افغان حاجیانو لومړنی کاروان سعودي عربستان ته ورسېد

۱/ ذوالقعده/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۹/حمل/۱۴۰۵هـ ش

د افغان حاجیانو لومړنی کاروان، چې د ننګرهار ولایت (۳۴۶) تنه حجاج پکې شامل وو او د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه یې نن سهار په ۳:۳۰ بجو د کام. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا سعودي عربستان ته د روان کال د حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو

جمعه، ۳۰/شوال المکرم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۸/حمل/۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا نن سعودي عربستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال د افغان حاجیانو د انتقال بهیر د پیل په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۲:۴
Background image

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو، استاذانو او څېړونکو د استفادې لپاره وړاندې شو

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو. . .

BACK TO NEWS