د هېواد دیني عالمانو ته د کویډ - ۱۹ واکسین تطبیق شو.

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۱۰:۱۶
واکسین کرونا

سې شنبه ۱۴۰۰/۲/۷

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او عامې روغتیا وزارت په ګډه همکارۍ د هېواد دیني عالمانو ته د رسنیو په حضور کې د کووید ۱۹ واکسین تطبیق شو.

په دغه پروګرام کې د ارشاد حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي، د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاګټر وحید مجروح، د دواړو وزارتونو مرستیالانو، دیني عالمانو او روغتیا پالانو ګډون کړی و.

په پیل کې د عامې روغتیا سرپرست ډاکټر وحید مجروح د ارشاد، حج او اوقافو وزارت څخه مننه وکړه، چې تل یې د مرضونو او ویروسونو پر وړاندې په مبارزه کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري کړې.

نوموړي د کرونا ویروس د درېیمې څپې په اړه هم هېوادوالو ته معلومات وړاندې کړل او دا ویروس یې د کرونا د تېرو دوو څپو څخه خطرناک یاد کړ.

نوموړي وویل، چې کوچنی اختر په را نږدې کېدو دی، که هېوادوال روغتیایي لارښوونو ته پاملرنه ونه کړي، لرې نه ده، چې ډېرې سختې ورځې په مخ کې ولرو.

هغه وویل وقایه دیني او روغتیایي لارښوونه ده او هیوداوالو ته په کار دی چې روغتیایي لارښوونې جدي عملي کړي.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو د هېواد د دیني عالمانو په استازیتوب له ټولو هیوادوالو غوښتنه وکړه، چې روغتیایي لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي او د ځان په خوندي ساتلو کې هڅه وکړي.

نوموړي زیاته کړه: مونږ هغه وخت د دې وژونکي ویروس خلاف له عامې روغتیا وزارت سره څنګ په څنګ ودرېدو چې په هېواد کې هیڅ مثبته پېښه نه وه ثبت شوې.

ښاغلي حلیمي وویل: د هیواد دیني عالمانو د کرونا ویروس په اړه هم واضح او هر اړخیزه فتوا چمتو او صادره کړه، چې د جوماتونو د منبر او رسنیو له لارې ټولو هېوادوالو ته ورسېده.

ښاغلى حلیمي په ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې په خپلو ډاکټرانو باور وکړي او ددوی لارښوونې عملي کړي.

د پروګرام په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزير، د وزارت رهبري هیئت او دیني عالمانو ته د کویډ- ۱۹ واکسین تطبیق شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا اعلان کړه

چهارشنبه، ۱۴/ صفر المظفر/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۷ /اسد/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

BACK TO NEWS