د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د (14) محرابه جوماتونو د ترمیم پروژه

bakhshi_admin
پروژه اعمار مساجد

Publish Date

Closing Date

دارشاد، حج او اوقافو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د (14) محرابه جوماتونو د ترمیم پروژه، د (۱۴۰۳) مالي کال لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړئ او خپلې سر تړلې وړاندیزونه د شرطنامې د شرایطو، د افغانستان اسلامي امارت د عامه تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې د اعلامیې له خپریدو سره سم تر (۲۱) ورځو پورې خپل تړلي وړاندیزونه د قرارداد له طرزالعمل سره سم وړاندې کړئ.

تاسو کولی شئ چې شرطنامه له لاندې ادرس څخه ترلاسه کړئ:

کابل، شهرنو د عصمت مسلم څلور لارې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج سابقه ودانې د تدارکاتو ریاست.

په شرطنامه کې شامل شوي مواد د رسمي وخت په جریان کې د سي ډي او فلش له لاری ترلاسه کولی شئ .

د آفرگشايي په وخت کې د داوطلبانو د ستورالعمل لپاره د صفحې محتوا شرط پاڼه ده.

هغه وړاندیزونه چې له ټاکلې مودې څخه وروسته مونږ ته سپارل کیږي یا د انټرنيټ له لارې دې دفتر ته ليږل کیږي د منلو وړ ندي.

د داوطلبۍ د معلوماتو پاڼې د محتوياتو له مخې د (67,۰۰۰) اووه شپیته زره افغانۍ د بانکي تضمين په توگه اخيستل کېږي.

نوت: که چیرې د شرطنامې متن او د داوطلبۍ په بلنه کې توپیر شتون ولري د شرطنامې متن د اعتبار وړ دی

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۲۹
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (2) قلمه تیلو پطرول او ډیزلو د تهیې او تدارک پروژه

په دې وسیله ټولو ته خبر ورکول کېږي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم،  د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (2) قلمه تیلو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (۳۱) قلمه قرطاسیې د تهیې او تدارک پروژه

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم، ټولو ته خبر ورکول کېږي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (۳۱) قلمه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۶:۱۰
Background image

د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلی‌فایرونو د برابرولو او تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلی‌فایرونو د برابرولو او تدارک  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

. . .

Back to tenders