له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو لومړنی پرواز ترسره شو

دوشنبه ۳۰ شوال المکرم ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۸ ثور ۱۴۰۴ هـ ش
د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري نن د کابل نړيوال هوايي ډګر د ترمينل په تالار کې له هېواد څخه د افغان حاجیانو د لومړني پرواز په مناسبت ځانګړې غونډه او مراسم ترسره شول.
په دې غونډه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر ملا حمیدالله آخندزاده، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د کابل نړیوال هوایي ډگر رئیس او دکڼو امارتې ادارو مسؤلینو، داریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو چارواکو، د ارشاد حج او اوقافو وزارت مرستیالانو او د مرکزي ریاستونو رئیسانو گډون کړی وو.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج او عمرې لوی رئیس مولوي محمد نبي محمدي د غونډې پرانیستونکي وینا وکړه ،نوموړي د حج د فریضې د ترسره کولو په اړه د وزارت د ترتیب شوو پلانونو په هکله پوره معلومات وړاندي کړل او څرګنده یې کړه چې د حج پروسه د سعودي عربستان د حج له چارواکو سره په بشپړه همغږي پرمخ وړل کېږي.
چې وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي خبرې وکړې، نوموړي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له وزیر، مسؤلینو او له ټولو هغو ادارو څخه چې د حج په دې مهمه پروسه کې یې همکاري کړي ده، مننه او قدرداني وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، څرګنده ده چې د حج د چارو مسؤولین دا بهیر د لوړې ژمنتیا، اخلاص، صداقت او مسلکي معیارونو پر بنسټ په بریالۍ توګه پرمخ وړي.
هغه ټولو افغان حاجیانو ته ډاډ ورکړ چې د هېواد په څلورو پروازي زونونو (کابل، کندهار، بلخ، او هرات) کې د حاجیانو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې په بشپړه توګه برابرې شوې دي او ستاسو خدمت کول زمونږ لوموړۍ درجه مسؤلیت دی.
ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب د حج د ټولې پروسې په اړه مهمې، هر اړخیزې او په زړه پورې خبرې وکړې.
نوموړي وویل: نن چې مونږ او تاسې په دې غونډه کې راټول شوي یو، دا غونډه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د افغان حاجیانو د لومړنۍ الوتنې په مناسبت جوړه شوې ده، نن زمونږ دګران هېواد محترم حاجیان د حج سترې فریضې د اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي.
ښاغلي ثاقب زیاته کړه: دغه پرواز چې له کابل څخه د مدینې منورې پر لور ترسره کېږي په دې کې دوه سوه او دیرش (۲۳۰) تنه حاجیان سفر کوي او دغه حاجیان ډېر بختور دي چې نن د رسول الله ﷺ مبارک ښار ته دتللو شرف حاصلوې .
نوموړي وویل: حج د اسلام یوه مهمه فریضه ده او ځانګړي ارزښت لري او دا یو داسې عبادت دی چې هر وخت نه شي ترسره کېدای بلکې ټاکلی وخت لري چې هغه د حج میاشتې او ورځې دي .
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د خپلو خبرو په دوام وویل: مونږ د (۳۰) زره حاجیانو د سمې لارښوونې لپاره د ټول هېواد په سطحه (۶۵۲) تنه جید علماء کرام د ازموینې له لارې د معلمینو په توګه ټاکلي دي، دغه معلمین به له افغان حاجیانو سره حرمینو شریفینو ته یوځای سفر کوي او د مناسکو په ترسره کولو کې به د دوی لارښوونکي وي، نوموړي دا هم وویل چې د حج د مناسکو لارښود کتاب په پښتو او دري ژبو چاپ شوی دې او ټولو حاجیانو ته ورکړل شوی ده .
نوموړي زیاته کړه: ددغو حاجیانو دښه خدمت دترسره کولو لپاره دري سوه دبعثې اعضاء هم له دوی سره سعودی عربستان ته لیږل کیږي، نوموړي وویل نن به دالله په مرسته لوموړنۍ پرواز ترسره شي، چې زمونږ ټول دیرش زره حاجیان به ان شاء الله تعالی په ٩٧ پروازونو کې حرمینو شریفینو ته انتقال کړل شي .
محترم وزیر صاحب د خپلو خبرو په پای کې ټولو حاجیانو او د دوی کورنیو ته د حج د دې مبارک سفر دپیل مبارکې وویله او د حج د دغې ملې پروسې په پرمختک کې یې د عامي روغتیا وزارت، ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت، د اریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو او نورو ښکېلو ادارو د مسؤلینو همکاري مهمه وبلله او د دوی له بې دریغه هڅو څخه یې مننه وکړه.
د غونډې په لړ کې د ټرانسپورټ او هوایي چلندوزارت، د عامې روغتیا وزارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزیرانو، دکابل نړیوال هوایې ډکر رئیس او د آریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو مسؤلینو په خپل نوبت سره خبرې وکړې هغوی هر یو له خپل اړخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبرۍ ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
غونډه د حج پروسې د بشپړ بریالتوب په دعائیې سره پای ته ورسیده.