په کندهار ولایت کې د حاجیانو د معلمینو لپاره جوړ شوی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۲:۵۵
سمینار ملا امامان

۱۹ شوال المکرم ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۲۸ حمل ۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په کندهار ولایت کې د حاجیانو د معلمینو روزنیز سیمینار چې د یوې اونۍ لپاره دایر شوی ؤ.

د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب، د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو، ددې وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو رئیسانو، شیوخ کرامو، جیدو علماوو او د حاجیانو معلمینو پکې گډون کړی وو؛ د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله لخوا په عالمانه او لارښوونکې وینا پای ته ورسېد.

د سیمینار په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل: د خوښۍ ځای دی چې دغه روزنیز سیمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسېد، ټول معلمین به مع الخیر خپلو ولایتونو او ولسوالیو ته ستانه شي او هلته به د تلونکو حاجیانو لپاره د درسي غونډو او مجالسو له لارې د حج مناسک، آداب او د حج اړوندو شرعي مسائلـو تر څنګ د حج د سفر د تر تیب او تنظیم په اړه خپلو درسونو ته ادامه ورکړي، ترڅو افغان حاجیان دغه مبارکه فریضه په ښه طریقه سره تر سره کړي.

ښاغلي ثاقب یاد روزنیر سیمینار د حاجيانو د معلمینو لپاره د حج د مناسکو او نورو ټولو اړینو او مهمو موضوعاتو لپاره خورا مهم او ګټور وباله.

په دې روزنیز سیمینار کې چې د ۱۴۴۶ هـ ق مطابق د ۱۴۰۴ هـ ش کال د حج معلیمنو لپاره جوړ شوی و، د هېواد له (۳۴)ولایتونو څخه (۶۵۲) تنه دحاجیانو معلمینو چې د ازموینې له لارې بریالي شوي وو ګډون کړی وو.

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري دغو معلمینوته د حج په موسم کې د رښتیني خدمت ‏د شرعي احکامو د پلې کېدلو، د حج مناسکو دعملي ښوونې، د سعودي حکومت له لوري د وضع شویو مقرراتو د رعایت کولو او د نورو اړینو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې لارښوونې او لازم معلومات وړاندې کړل شول.

په دغه روزنیز سیمینار کې دحاجیانو د معلمینو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې او وویل: دا روزنیز سیمینار زموږ لپاره یو مهم علمي، فکري او تجربوي فرصت ؤ، موږ دلته د حج دمناسکو په اړه نه یوازې نظري معلومات ترلاسه کړل، بلکې د عملي تطبیق په اړه مو هم مفصل وضاحتونه واورېدل او سربیره پردی دعالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله سره ملاقات او د دوي د لارښونکې وینا له وجې زمونږ حوصلی ډېرې لوړی او احساساتو مو نورهم پیاوړي شول.

مونږ د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه او په ځانګړې توګه دارشاد، حج او اوقافو له وزارت څخه د زړه له کومې مننه کوو، چې مونږته یې دغه ارزښتناک، علمي اوديني فرصت برابر کړ.

د یادونې وړ ده چې دغه علمي، فکري او روزنیز سیمینارد حاجیانو د معلمینو د دیني، مسلکي او عملي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې یو مهم او مؤثر ګام بلل کېږي چې د حج دمناسکو د ښه پرمخ بیولو، د حاجیانو دښه خدمت او سمې لارښوونې په برخه کې به د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.

سیمینار دحج پروسې د کامیابۍ او په هېواد کې د شرعي نظام د استحکام او دوام په دعائیې سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرسیتال معرفي شو

۸ صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د حکم پر اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی مسلکي مرستیال، شیخ ضیاءالرحمن مدني نن د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د بېلا بېلو وزارتونو له مسؤولینو سره ګډه غونډه ترسره شوه

۱۷محرم الحرام ۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۲سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

 د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې حکم پر اساس د ارشاد،حج او اوقافو وزارت تر مشرۍ لاندې د پوهنې،لوړو زده کړو او. . .

BACK TO NEWS