د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلامیه!
![اعلامیه](/sites/default/files/2020-11/817821_1592135_2_akhbar.jpg)
د پاکستان د حقانيه مدرسې د کمزورې حافظې شاګرد حامدالحق، چې علمي سویه یې د یو مبتدي طالب العلم سره هم نده برابره، د حکومتونو په استازیتوب او لمسون د افغانستان په اړوند موضوعاتو خبرې کوي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دې کمزوري شخص ماشومانه خبرې په کلکه غندي او دا د ځينو استخباراتي کړيو په لارښوونه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بولي.
ټولې نړی ته ثابته ده، چی د ګاونډي هېواد استخباراتي اداره د همدې مدرسو په واسطه تل زمونږ په هېواد کې جنګ ته لمن وهلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ټولې تروریستی او ترهګریزې ډلې په همدې دیني مدرسو کې پټنځایونه لري او ترهګر روزي. د افغانستان مسلمان ولس ته واضحه او څرګنده ده، چې ټولې ترهګرې ډلې په ګاونډي هېواد کې فعالیت کوي او د داسې کمزورو او بي علمه کسانو په بې بنسټه خبرو نه غولېږي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د پاکستان د اسلامي نظریاتي کُنسل نه رسماً غواړي، چې د دې شخص د ماشومانه څرګندونو په اړه خپل رسمي دریځ واضح کړي، چې آیا دا د دوی په استازیتوب خبرې کوي؟ او آیا دا خبري يې د کامل هوش په حالت کي کړي دي کنه؟ ځګه دا ډول څرګندوني د سليم عقل خاوند او د عالم شخص څخه هيڅ صورت نشي تر سره کېدای.