د سږني کال د حاجیانو د معلمینو لپاره روزنیز سیمینار دریم پړاو پیل شو

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۹:۳۹
سمینیار

۱۶ شوال ۱۴۴۴ هـ ق (۱۶ ثور ۱۴۰۲ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې د سږني کال د حجاج کرامو معلمینو د کارونو د ګړنديتوب او په ورکړل شوو دندو کې د بلدتیا لپاره دغه روزنیز سیمینار په لاره اچول شوې دي، چې د یاد سیمینار لومړي او دویم پړاو پای ته ورسيد او نن ددې سیمینار دریم پړاو پیل شو.

په همدې تړاو جوړې شوې غونډه کې د اشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم معین شیخ عزیز الرحمن منصور، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي، ددې وزارت مرکزي رئیسانو او یو شمیر د حاجیانو معلمینو ګډون درلود.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال شیخ عزیز الرحمن منصور د حجاج کرامو معلمینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د حاجیانو د معلمینو په توګه د دوی د ګمارنې له امله دوی ته مبارکي وویله او د حاجیانو د معلمینو ستر دیني او ملي مسؤلیت ته په اشارې سره وویل، دا چې تاسو باید د حج په ګنګره کې د غیور ملت استازی اوسئ او د اسلامي نظام او اسلامي امارت لپاره د ښه اخلاقو سره ښه نوم او بریا راوړئ.

ورپسې بیا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي وینا وکړه، نوموړي وویل: د حاجیانو معلمي یو ستر مسؤلیت دی او تاسو باید پوه شئ چې په دې مسؤلیت کې د لږ غفلت سره به تاسو د خدای او د حاجیانو په نزد کې مجرم وګڼل شي.

ښاغلي حنفي حجاج کرامو معلمینو ته په خطاب کې وویل، که په خپلۍ دنده کې مو اخلاص وکړل نو الله تعالی به له تاسو سره په ټولو چارو کې مرسته وکړې او که اخلاص مو ونه کړو نو الله ﷻ به درنه شته پوهه او علم هم واخلي.

د یادونې وړ ده چې نن د مرکزي زون او جنوب زون د حجاج کرامو معلمینو ته د شیوخو کرامو لخوا د خپل مسؤلیت او دندې لپاره د غوره چمتووالي په تړاو تر یوې اونۍ پوري زده کړې ورکول کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

BACK TO NEWS