د افغانستان او سعودی عربستان ترمنځ د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حاجیانو لپاره د خدمتونو او آسانتیاوو برابرولوتړون لاسلیک شو

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۱:۱۳
قرار داد با حج سعودی

۱۲رجب المرجب ۱۴۴۶هـ ق مطابق ۲۴جدې ۱۴۰۳هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج ، عمرې او زیارتونو عمومي رئیس مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ با صلاحیته استازي د ۱۴۴۶هـ ق کال د حاجیانو لپاره د غوره خدماتو او اسانتیاوو برابرول په موخه د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له مرستیال دکتور عبدالفتاح مشاط سره تړون لاسلیک کړ.

په دې تړون کې د افغانستان د(۳۰) زره حاجیانو لپاره د سعودي عربستان د حکومت له تعلیمات نامې سره سم د مکې مکرمې او مدیني منورې په ښارونو کې د حاجیانو لپاره دعمارو، مشاعرو، تغدیې او ټرانسپورټ ټول اړین او ضروري  خدمات شامل دي چې د سعوي عربستان د حج او عمرې وزارت سره  په همغږۍ ترسره کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۵:۵۳
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په لړ کې له مِنٰی شریفې څخه د عرفات میدان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو

سه شنبه، ۹/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶/ جوزا /۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي پلان له مخې د ذوالحجة الحرام میاشتې د نهمې نیټې (عرفات ورځې) په رارسېدو سره، له مِنٰی. . .

BACK TO NEWS