د ۱۴۰۴ مالي کال د حج ملي پروسې اړوند د (۲۵) قلمه مختلفو خوراکي توکو د برابرولو د پروژې اعلان

bakhshi_admin
25 قلم مواد

Publish Date

Closing Date

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، ټولو هغو کسانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، تر څو د (۱۴۰۴ مالي کال د حج ملي پروسې اړوند د (۲۵) قلمه مختلفو خوراکي توکو د برابرولو پروژې) په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، غوښتونکي باید خپل آفرونه د شرطنامې مطابق، د افغانستان اسلامي امارت د عامه تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، د اعلان خپرېدو له نېټې نه تر(۲۱) ورځو پورې وړاندې کړي.

د شرطنامې ترلاسه کولو لپاره لاندې ځای ته مراجعه وکړئ:

 د تدارکاتو ریاست، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، (شهرنو، د عصمت مسلم څلور لارې، د فرضي حج ریاست پخوانی تعمیر) په رسمي وختونو کې، د سي ډي یا فلاش له لارې آفرونه تر لاسه کولای شئ، د داوطلبۍ د پرانیستلو وخت د داوطلبۍ په فورمه کې د غوښتونکو لپاره د لارښوونو سره سم مشخص شوی دی، له وخت وروسته او د انټرنیټ له لارې آفرونه، نه منل کیږي.

د داوطلبۍ تضمین د بانکي تضمین په توګه (۲۵۰,۰۰۰) دوه سوه پنځوس زره افغانۍ دي او د وړتیا شرایط د داوطلبۍ د معلوماتو پاڼې سره سم باید بشپړ شي.

یادونه: که د شرطنامې او د داوطلبۍ د اعلان ترمنځ کوم تفاوت شتون ولري، د شرطنامې متن معتبر ګڼل کیږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۶:۱۰
Background image

د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلی‌فایرونو د برابرولو او تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلی‌فایرونو د برابرولو او تدارک  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۶:۱
Background image

د مرکز او ولایتونو د جوماتونو لپاره د (۱۷۵۰۰) اوولس زره او پنځه سوه متره مربع غالیو د برابرولو او تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چي د مرکز او ولایتونو د جوماتونو لپاره د (۱۷۵۰۰) اوولس زره او پنځه سوه متره مربع غالیو د برابرولو او تدارک . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱
Background image

د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د (۲) قلمه تیل (پطرول او ډیزل)

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د (۲) قلمه تیل (پطرول او ډیزل) په داوطلبۍ کې ګډون وکړي او خپل سر بند آفرونه د شرطنامې . . .

Back to tenders