د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندی په مدینه منوره کې د حج بعثې غونډه تر سره شوه

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۲۱:۱۰
جلسه بعثه

پنجشنبه ۲۳ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۲۹ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش مدینه منوره: د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب تر مشرۍ لاندې د حج مناسکو له اداء کولو وروسته په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د غوره او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو په تړاو غونډه ترسره کړه. په یاده غونډه کې د مدینې منورې د حج بعثې مسؤل او د وزارت اداري او مالي مرستیال مولوي عارف الله عارف، په سعودي عربستان کې د حج قونسل شیخ ګل رحمن مدني او د حج کاري کمېټو مسؤولینو گډون کړی وو. غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د غونډې پرانیستې وینا وکړه او په مدینه منوره کې د کاري کمېټو د کارنو د ستاینې ترڅنګ يې مسؤولینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. ښاغلی ثاقب وویل : په مکه مکرمه کې د حج د مناسکو له اداء کولو وروسته افغان حاجیان د رسول الله صلی الله علیه وسلم زيات کولو او نورو عبادتونو د تر سرکولو لپاره مدینې منورې ته را انتقالیږي چې تر اوسه لله الحمد زمونږ ډیر شمېر حجاج کرام مدينې منورې ته رارسیدلي دي، د دوی لپاره باید په هره برخه کې لازم خدمات تر سره او اسانتیاوې را مينځته شي تر څو حجاج کرام خپل عبادتونه او زیارت کول په ارامه فضاء کې ترسره کړي او له پلان سره سم باید د مدینې منورې څخه بیرته په منظم ډول هېواد ته د آریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو له لوري انتقال شي. ورپسې د وزارت اداري او مالي مرستیال او په مدینه منوره کې د حج بعثې مسؤل مولوي عارف الله عارف خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته په منظم ډول د ټولو کاري کمېټو له لوري غوره خدمات وړاندې کیږی او ټول مسؤولین کوښښ کوي چې دا لړۍ د الله جل جلاله په توفیق او نصرت همداسې دوام پیدا کړي. ورپسې د (مناسکو، تغذیې، ټرانسپورټ، روغتيا، مفقودینو، تسکین، ترحیل، ارتباط خارجه او هوائی ډګر کمیټو) مسؤلینو د خپلو فعالیتونو راپور او وړاندیزونه د وزارت مقام سره شریک کړل. دغونډې په پای کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس د کارونو د ښه پرمختګ او موثریت په خاطر په بېلا بېلو برخو کې لارښونې وکړې او لازم تصامیم ونیول شول، غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

BACK TO NEWS