دافغان حاجیانو دبېرته راستنېدو لړۍ په منظم ډول روانه ده

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۲۰:۵۷
برگشت حجاج

شنبه۲۴ ذوالحجة الحرام۱۴۴۶ هـ ق مطابق۳۱ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

له سعودي عربستان څخه هېواد ته د۱۴۴۶ هـ ق کال دحج مراسمو د ترسره کولو وروسته دافغان حاجیانو دراستنیدو لړۍ له کومې ستونزې اوځنډ پرته په منظم او نورمال ډول روانه ده. ‏

د اریانا افغان هوايي شرکت له لوري تر دې دمه په (۹) پروازونو کې (۲۰۷۰)تنه حاجیان او د کام اېر هوایي شرکت له لوري بیا په (۱۸) پروازونو کې (۶۸۲۸)تنه حاجیان له سعودي عربستان څخه هېواد ته را انتقال شوي دي چې په ټولیز ډول د دواړو شرکتونو له لوري په (۲۷) پروازونو کې (۸۸۹۸) تنه افغان حاجیان هېواد ته راستانه شوي دي.

له دې ډلې څخه (۵۴۴۰) تنه حاجیان د کابل نړیوال هوایي ډګر له لارې او (۳۴۵۸) تنه مولانا جلال‌الدین محمد بلخي نړیوال هوایي ډګر له لارې هېواد ته را رسېدلي دي.

‏د یادونې وړ ده چې د پاتې حاجیانو د بېرته ستنېدو لړۍ به هم د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې دوام ومومي او په نږدې راتلونکي کې به هرات نړیوال هوایي ډګر ته هم د حاجیانو د انتقال پروازونه پیل شي ترڅو ټول حاجیان په منظم ډول هېواد ته راستانه شي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

BACK TO NEWS