د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې د دیني چارو ادارې له لوړپوړي هیئت سره وکتل

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۰
سفیر ترکیه

سه شنبه ۱۱/ جمادی الآخرة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/ قوس/ ۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقّق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مَقر کې د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې د بهرنیو اړیکو د مسؤول ښاغلي انصاري ینتورک په مشرۍ له راغلي هیئت سره وکتل.

محترم وزیر صاحب د غونډې په پیل کې راغلو مېلمنو ته د هرکلي ترڅنګ، په اسلامي نړۍ کې د ترکیې هېواد د دریځ او د دغه هېواد د مسؤولینو د فعالو هڅو ستاینه وکړه. نوموړي د تاریخ په اوږدو کې د ترکانو د لویو لاسته راوړنو، په ځانګړي ډول د عثماني خلافت د علمي، فکري او تمدني خدمتونو یادونه هم وکړه او د حنفي مذهب د اصولو په رڼا کې یې د هغوی خدمتونه د اسلامي امت لپاره نه هېرېدونکي وبلل ښاغلي وزیر صاحب د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ژورو دیني، فرهنګي او تاریخي اړیکو یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې دواړه ملتونه د حنفي مذهب پیروان دي او د ګډو ارزښتونو پر اساس یې اړیکې لا پیاوړې شوې دي. هغه همدارنګه د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو د ترکیې هېواد هڅې وستایلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مشترکو همکاریو د لا پراخېدو او ژورېدو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

ورپسې د ترکیې هېوادد دیني چارو ادارې د بهرنیو اړیکو مسؤول ښاغلي انصاري ینتورک، له محترم وزیر صاحب څخه د ملاقات په هکله مننه وکړه او د ترکیې د دیني چارو د رئيس ښاغلي دکتور صافي أرباغوش ځانګړي سلامونه او نیکې پېرزوینې یې وزیر صاحب ته وړاندې کړې. نوموړي هم وویل چې افغانستان او ترکیه په دیني، کلتوري، تاریخي او مذهبي برخو کې پراخ او ژور مشترکات لري او افغانانو په نږدې تاریخ کې له سختو ازمېیښتونو او ګڼو ستونزو سره سره په دیني، علمي او اجتماعي برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي او ډېر داسې ارزښتونه لري چې نړیوال ورڅخه زده کړه کويښاغلي ینتورک همدارنګه د حج، اوقافو، دارالایتامونو او نورو بېلابېلو برخو کې دګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او په یادو برخو کې یې دترکیې هېواد د ګټورو تجربو دشریکولو ژمنه وکړه، چې دمحترم وزیر صاحب لخوا یې هرکلی وشو او وزیر صاحب هم په مشترکو برخو کې د پوره او هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

BACK TO NEWS