د مرکز او ولایتونو د جوماتونو لپاره د (۱۷۵۰۰) اوولس زره او پنځه سوه متره مربع غالیو د برابرولو او تدارک پروژې

bakhshi_admin
فرش

Publish Date

Closing Date

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چي د مرکز او ولایتونو د جوماتونو لپاره د (۱۷۵۰۰) اوولس زره او پنځه سوه متره مربع غالیو د برابرولو او تدارک پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او خپل سر تړلي آفرونه د شرطنامې له شرایطو سره سم، د افغانستان اسلامي امارت د عامه تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له مخې، د اعلان له خپرېدو څخه تر ۱۲ تقویمي ورځو پورې وړاندې کړي.

د شرطنامې د ترلاسه کولو پته:

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست (شهرنو، د اتصالاتو کوڅه، د فیض محمد خان څلورلارې).

شرطنامه په رسمي کاري وختونو کې د CD  یا فلش له لارې ترلاسه کولای شئ. د آفرونو د پرانیستلو نېټه او وخت به د داوطلبانو لپاره د لارښوونو په پاڼه کې د درج شوو معلوماتو مطابق وي.

ناوخته را رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

یادونه: که د شرطنامې د متن او د داوطلبۍ د بلنې د اعلان ترمنځ کوم توپیر موجود وي، نو د شرطنامې متن به د اعتبار وړ وي .

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۲۹
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (2) قلمه تیلو پطرول او ډیزلو د تهیې او تدارک پروژه

په دې وسیله ټولو ته خبر ورکول کېږي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم،  د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (2) قلمه تیلو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (۳۱) قلمه قرطاسیې د تهیې او تدارک پروژه

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم، ټولو ته خبر ورکول کېږي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (۳۱) قلمه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۶:۱۰
Background image

د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلی‌فایرونو د برابرولو او تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلی‌فایرونو د برابرولو او تدارک  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

. . .

Back to tenders