کابل کی د یوه لوی اسلامي مرکز جوړېدل
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي الحاج عبدالحکیم منیب ، د مجمع علمي رئیس دکتور سید حجت الله نجیح او د فرضي حج رئیس قاضي فیض محمد مختار، نن ورځ ددوست هېواد سعودي عربستان د سفیر ښاغلي جاسم محمد الخالدي سره یو ځای، د هغه سیمي څخه لیدنه وکړه چې هلته به په نیږدې راتلونکي کې یو ستر اسلامي مرکز جوړ شي.
دا ستر اسلامي مرکز به د کابل په مرنجان تپه کې، چې ۸۰ جریبه ځمکه مساحت به لري، ډېر ژر پیل شي.
دا ستر اسلامي مرکز به د سیمي په کچه یو د لویو اسلامي مرکزونه څخه وي چې مالي لګښت به يې د سعودي عربستان هېواد لخوا ورکول کیږي.