په مدينه منوره کې د افغان حاجيانو د خدمت له پاره د « الأهلية للأدلاء» دولتي مؤسسې سره د تړون لاسلیک
د حج په موسم کې په مدينه منوره کې د افغانستان د حاجيانو د خدمت له پاره د «المؤسسه الأهلية للأدلاء» دولتي مؤسسې سره د ۱۳۹۹ لمریز کال له پاره د دې موسسې مشرتابه او د افغانستان اسلامي جمهوريت ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي مولوي عبد الحکیم ”منیب“ په مشرۍ د دواړو خواوو استازو د تېر کال د همکاريو او کاميابۍ په اړه له يوه بل څخه مننه وکړه او د روان ١٣٩٩ کال لپاره یې په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د لاښه خدمتونو او چوپړتیاوو وړاندې کولو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.