د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په 36 هېوادونو کې د افغانستان له سفیرانو سره د افغان سولې په تړاو خبری.

bakhshi_admin
Sat, Feb 20 2021 10:01 AM
کنفرانس سفرای اسلامی

پنجشنبه ٣٠ سلواغې ١٣٩٩

کابل: نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په ګډون په 36 هېوادونو کې د افغانستان له سفیرانو سره د افغان سولې په تړاو د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

ښاغلي حلیمي په دغه ویډیويي کنفرانس کې له افغان سفیرانو وغوښتل، تر څو په دغو هېوادونو کې له اسلامي سازمانونو او خوځښتونو سره د افغان جګړې د پای ته رسولو په موخه د ټولې اسلامي نړۍ د علماوو او اسلامي سامانونو واحد نظر ته لار هواره کړي.

دغه راز ښاغلي حلیمي له افغان سفیرانو وغوښتل، چې ددې اسلامي هېوادونو له علماوو او اسلامي سازمانونو سره خبرې وکړي؛ چې د افغانستان علماء د هغوی هېوادونو ته سفر وکړي او د هغو هېوادونو علماء افغانستان ته را دعوت کړي، چې په دې سره به د افغانستان دیني او فرهنګي اړیکې له اسلامي نړۍ پیاوړې او پراختیا پیدا کړي.

ښاغلي حلیمي له یادو سفیرانو څخه غوښتنه وکړه، چې د حرمین شریفین، د مصر الازهر شریف، رابطه عالم اسلامي، د هند دیوبند او نورو اسلامي مراکزو او سازمانونو سره په ګډه کار وکړي، ترڅو په افغانستان کې د جنګ لمنه ورټوله او یو سوکاله، اباد او پرمختللی هېواد  ولرو.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Thu, Jun 18 2026 11:22 PM
Background image

Minister of MOHIA Assesses Services Provided to Afghan Pilgrims in Madinah Wednesday, 1 Muharram 1448 AH, corresponding to 27 Jawza 1405

Excellency Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, while assessing the services provided to Afghan pilgrims and reviewing the activities of the operational. . .

Mon, Jun 15 2026 9:43 PM
Background image

Minister of MOHIA Meets Saudi Minister of Hajj and Umrah in Makkah

Monday, 29 Dhu al-Hijjah 1447 AH, corresponding to 25 Jawza 1405 SH

The Minister of MOHIA, Sheikh-ul-Hadith Dr. Noor Mohammad Saqib, headed a delegation that included Sheikh Abdul. . .

BACK TO NEWS