په افغانستان کې د جنګ د دریدو په تړاو داسلامي عالمانو نړيواله اتحادې دپريکړليک بشپړ متن

bakhshi_admin
Wed, Apr 21 2021 10:10 AM
فتوا
د اسلامي عالمانو نړیواله اتحادیه پر افغان حکومت او طالبانو غږ کوي چې جګړه ودروي او په ځانګړې توګه په دې مبارکه میاشت کې اوربند وکړي. د اسلامي عالمانو نړیواله اتحادیه سخته اندېښنه لري، چې د اسلامي امت د خپلمنځي جګړو له امله هېوادونه کمزوري کېږي او وروسته پاتې کېږي او د پردیو لپاره د جګړې ډګر ګرځي، چې د مسلمة امت اقتصادي، سیاسي او ټولنیز اړخ کمزوری کوي. په داسې حالاتو کې لوی هېوادونه کوښښ کوي، چې دلته جګړه ګرمه وساتي او د دې هېوادونو کانونه او تاریخي آثار له منځه یوسي، چې له امله یې غربت، بیکاري او په بې ساري ډول ناپوهي او ناروغي رامنځته شوې دي، چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي، چې موږ د دې پېښو شاهدان یو، چې یمن او سوریه یې ښه مثالونه دي. یو ددې دردناکه پېښو له ډلې څخه په دوست او ورور هېواد افغانستان (د پوهې، فقهې او تمدن هیواد) کې جګړه ده، چیرې چې د لسیزو راهیسې دغه جګړه روانه ده او د دې هېواد معززو خلکو د روسي ښکېلاکګرو پر وړاندې د جهاد او د هغوی له وتلو وروسته له بشپړ امنیت او جهادي اهدافو خوند وانخیست. په دغه هېواد کې وضعیت هغه وخت لا پسې خراب شو، کله چې افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتو او ناټو ځواکونه راغلل او د جګړې لمن پراخه شوه. د نړیوالو ادارو د موندنو په اساس ددغه جنګ پر مهال د ټپیانو او وژل شویو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی. د دې دردونکي وضعیت په پام کې نیولو سره د اسلامي عالمانو د نړیوالې اتحادیې دارالانشاء او غړي یې د افغانستان حکومت او د طالبانو تحریک ته لاندې وړاندیزونه کوي: 1 - د خدای تعالی لپاره د روژې په مبارکه میاشت کې چې د قیام، قرآن کریم د نزول او د لیلة القدر میاشت دی، قتل او جګړې ته د پای ټکی کېږدئ؛ ترڅو د افغانستان خلک د روژې شعایر په ډاډمن او د امن په فضاء کې ترسره کړي. 2 ـ د مسلمانو عالمانو نړیواله اتحادیه د مسلمانانو ترمنځ د جګړې او وژلو پای ته رسېدو غوښتنه کوي، ځکه چې د افغانستان جګړه یوازې خپل ولس تباه کوي. د هغه چا ګناه چې په قصدي ډول مؤمن وژني له هیچا څخه پټ نه دی؛ ځکه خدای تعالی فرمایي: (وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا ) النساء: 93 دیني دلایل ښیې چې پرته له حق څخه د مؤمن وژل تر ټولو لوی جرم دی، نو که چیرې یو څوک له حق پرته بل څوک ووژني، نو داسې ده لکه ټول بشریت یې چې وژلي وي. الله تعالی فرمایي: ( مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ) المائدة: 32، او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: مؤمن باید تل د خپل دین په پراختیا کې هڅه وکړي، ترڅو چې حرامه وینه تویه نشي. (رواه البخاري فی الصحیفه) نو په همدې اساس د خدای تعالی په خاطر او د وینې د حرمت او د روژې د مبارکې میاشتې د حرمت په خاطر له تاسو څخه غوښتنه کوو، چې په دغه مبارکه میاشت او نورو میاشتو کې جګړه او وژنه ودروئ. 3 - د اسلامي عالمانو نړیواله اتحادیه غوښتنه کوي، چې په دغه هېواد کې داسې یوه هر اړخيزه او عادلانه سوله راشي، چې اساس یې قرآن کریم، سنت او د اسلامي امت رباني عالمان وي. لکه څنګه چې خدای تعالی امر کړی دی: (وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ) النساء:83 4 ـ د اسلامي عالمانو نړیواله اتحادیه د ټولو افغانانو لپاره د بشپړ یووالي غوښتنه کوي او غواړي، چې ټول ولس ته امنیت او سوله راشي او له ټول افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووځي. 5 ـ د اسلامي عالمانو نړیواله اتحادیه د افغانستان د امنیت او په دغه هیواد کې د هر انسان د وینې د ساتنې بشپړ مسؤلیت لري، د افغانستان له حکومت او طالبانو څخه غواړي، چې دوی د الله تعالی پر وړاندې مسؤل دي. نو ځکه د دوی لپاره لازمه ده، چې د خپل مسلمان ملت لپاره سره اتفاق وکړي او د وینې بهېدو مخه یې ونیسي. او د خپل مسلمان ولس لپاره د خیر زمینه برابره کړي. موږ له الله سبحانه و تعالی څخه غوښتنه کوو، چې دغه میاشت په افغانستان، یمن سوریه او ټوله اسلامي خاوره کې د نېکمرغي او برکت پیل وي او د مسلمانانو په ټولو هیوادونو کې د جنګ د بندېدلو پیلامه وي او اسلامي امت بېرته د خیر حالت ته راوګرځي، ترڅو د عزت، قوت، رحمت او عدالت څخه برخمن شي. دوکتور علي قره داغي د دار الانشاء رئیس شیخ دوکتور احمد الریسوني د علماوو د نړیوالې اتحادیې رئیس

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

Sun, Feb 22 2026 6:32 PM
Background image

A Chinese National Embraced the Holy Religion of Islam in Kabul

Saturday, 4th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 2nd of Hoot 1404 SH

Today in the city of Kabul, a Chinese national named “Menhai Xia,” son of “Ding Changk Xia,” aged 51, who has. . .

Sat, Jan 31 2026 6:43 PM
Background image

The Ministry of MOHIA Announces Key Implemented and Planned Activities Related to Hajj 1447 AH and Hajj Costs at a Press Conference

Saturday, 12 Sha‘ban 1447 AH, corresponding to 11 Dalwa 1404 SH

Sheikh al-Hadith, Dr. Mawlawi Noor Mohammad Saqib, Minister of MOHIA, today announced a number of important implemented. . .

BACK TO NEWS