د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د هلمند ولایت څخه لیدنه وکړه

bakhshi_admin
Sun, Dec 12 2021 12:32 PM
سفر هلمند

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث مولوي نورمحمد ثاقب په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست او ولایت مقام څخه لیدنې وکړې.

په دغو لیدنو کې ښاغلي وزیر صاحب د هلمند ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له سرپرست مولوي شمس الحق ثاقب اخندزاده او نورو کارکوونکو سره ولیدل او د هغوئ کارونه او فعالیتونه یې وارزول او د کارونو د لابهبود په خاطر یې ورته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

 له بل پلوه دارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر مولوي نورمحمد ثاقب د ولایت په مقام کې د هلمند سرپرست والي محترم مولوي عبدالأحد طالب او نورو مسئولینو سره وکتل، په مختلفو مسأیلو او موضوعاتو يي هر اړ خیزې خبرې تر سره کړې.

دغه راز ښاغلي وزیرصاحب دلشکرګاه په ښار کې دهلمند ولایت دیو شمیر مخورو علماؤ سره غونډه وکړه.

جناب شیخ نورمحمد ثاقب دامارت د پاليسېو، اهدافو او مقاصدو په اړوند خپله هر اړخیزه او عالمانه وینا حاضرینو ته واوروله، چې دعلماء کرامو د ډیرې خوښئ سبب وګرځیدله او راغلو علماؤ داسلامي امارت څخه دکلک ملاتړ او په هره برخه کې د خدمت کولو اماده ګي وښودله.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS