د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ هوکړه لیک

bakhshi_admin
Mon, Nov 04 2019 10:41 AM
محیط زیست


یکشنبه د لړم د میاشتې ١٢
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، عزیزي بانک او چاپېریال ساتنې ملي ادارې ترمنځ د چاپېریال پاک ساتلو په برخه کې د همکارۍ جلا، جلا تړونونه لاسلیک شول.
د چاپېریال ساتنې ادارې سره د یادو بنسټونو هوکړه لیک د لاسلیک کولو موخه د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی او د کابل ښار هوا د ککړتیا د راکمول په ګوته شوي.
دغه کنفرانس چې د حکومت درسنیو مرکز کې د دې هوکړه لیک د لاسلیک په موخه جوړ شوی و، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري معین استاد تاج محمد ”مجاهد“ وویل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د چاپېریال پاک ساتل خپله وجیبه ګڼي او د هوا ککړتیا په مخنیوي کې به د مساجد د منبرونو له لارې، د یادې ادارې سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي او د هغې طرحې چې د لاس لاندې یې لري د عملي کولو له پاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې معین عزت الله ”صدیقي“ وویل: چې د دې هوکړه لیک د لاسلیک سره به د عامه پوهاوي دغه پروسه لا ښه مدیریت شي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین او د عزیزي بانک ریس هر یو د خپلې ادارې له لوري د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره دچاپېریال په پاک ساتلو د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د کابل ښار د ککړې هوا د راکمولو او مدیریت د ۵ کلن پلان له مخې، ٢٢ وزارتخونې او د خصوصي سکتور څانګه مسؤلیت لري چې له یادې ادارې سره د چاپېریال په پاک ساتلو کې مرسته وکړي.
د چاپېریال ساتنې په اړه د عامه پوهاوي ۵ کلن پلان د بشپړېدو په حال کې دی.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Sat, Apr 18 2026 11:10 AM
Background image

Ministry of Hajj and Religious Affairs Begins Transfer of This Year’s Pilgrims to Saudi Arabia

Friday, 30 Shawwal 1447 AH, الموافق: 28 Hamal 1405 SH

The Ministry of MOHIA held a meeting at the Hajj Complex in Kabul to mark the commencement of the transfer process for pilgrims. . .

BACK TO NEWS