د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات خطیب او د محراب شهید دوکتور محمد ایاز نیازي د جنازې لمونځ
د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات خطیب او د محراب شهید دوکتور محمد ایاز نیازي د جنازې لمونځ د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم منیب په امامت نن ماسپين د سلګونو هېوادوالو په ګډون د څو تنه علماؤ او ملي شخصیتونو له ویناو وروسته د کابل ښار په غازي اسټیډیوم کې ادأ شو.
د جنازې د لمانځه وروسته شهید دوکتور محمد ایاز نیازی د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات په حویلۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
همدارنګه د وزیر محمد اکبرخان جامع جومات هم د شهید دوکتور محمد ایاز نیازي په نوم ونومول شو.
دوکتور محمد ایاز نیازی د سې شنبې په ورځ د ١٣٩٩ کال د غبرګولې په ١٣مه نیته د ماښام له لمانځه وروسته د جومات په المارۍ کې د یو ځای پر ځای شوي بم د انفجار په پایله کې د یو تن لمونځ کوونکي سره یو ځای په شهادت ورسېد.