د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات خطیب او د محراب شهید دوکتور محمد ایاز نیازي د جنازې لمونځ

bakhshi_admin
شنبه ۱۳۹۹/۳/۱۷ - ۹:۴۱
تشیع جنازه

د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات خطیب او د محراب شهید دوکتور محمد ایاز نیازي د جنازې لمونځ د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي عبدالحکیم منیب په امامت نن ماسپين د سلګونو هېوادوالو په ګډون د څو تنه علماؤ او ملي شخصیتونو له ویناو وروسته د کابل ښار په غازي اسټیډیوم کې ادأ شو.

د جنازې د لمانځه وروسته شهید دوکتور محمد ایاز نیازی د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات په حویلۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

همدارنګه د وزیر محمد اکبرخان جامع جومات هم د شهید دوکتور محمد ایاز نیازي په نوم ونومول شو.

دوکتور محمد ایاز نیازی د سې شنبې په ورځ د ١٣٩٩ کال د غبرګولې په ١٣مه نیته د ماښام له لمانځه وروسته د جومات په المارۍ کې د یو ځای پر ځای شوي بم د انفجار په پایله کې د یو تن لمونځ کوونکي سره یو ځای په شهادت ورسېد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۱۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د ارشاد حج او اوقافو وزارت د بیرغ ملي ورځ ولمانځله

نن سه شنبه د ۱۳۹۹لمریز کال زمري په ۷نیټه د ارشاد  حج او اوقافو وزارت د غونډو په تالار کې په دغه مناسبت غونډه کې د وزارت مسلکي معین ډاکټر امین الدین مظفري، د وزارت سلاکارانو، رئیسانو او. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۱۰:۱۳
Background image

د ارشاد حج او اوقافو زیر مولوی عبدالحکیم منیب او د عامی روغتیا وزیر احمد جواد عثمانی لیدنه

کابل، افغانستان: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست، مولوي عبدالحکیم منیب او د عامې روغتیا وزارت سرپرست، احمد جواد عثماني، له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره؛. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۱۲:۴۲
Background image

د حج پروسې د الکترونیکي کولو سیستم په پار غونډه جوړه وشوه.

د تېرو غونډو په دوام یو ځل بیا د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د وزیر مولوي عبدالحکیم منیب، د وزارت مسلکي مرستيال دوکتور امین الدین مظفري، د وزارت رهبري هیأت، د فرضي حج او د مخابراتو وزارت. . .

BACK TO NEWS