د کب ۲۰مه،"د سولې او ښېرازۍ نیالګي" تر شعار لاندې ولمانځل شوه

bakhshi_admin
Sat, Mar 13 2021 11:31 AM
نهال شانی

۱۳۹۹کال د کب ۲۰مه – کابل

 

د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین، نن د کب په ۲۰مه د کابل په قلعه مسلم کې د شاندارو مراسمو په لړ کې رسماً پیل شو چې پکې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکی مرستیال، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس شاه زمان میوندي، وزیرانو، د اړوندو ادارو معینانو، رئیسانو، مدني فعالانو، رضاکارانو او د سیمې مشرانو ګډون کړی وو.

د کمپاین په پيل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معین ډاکټر امین الدین مظفري وویل: دین زموږ اصلي او اساسي ادرس دی او موږ ته یې د نیالګیو کېنولو، د ونو او بوټو د اهمیت، ساتنې او پالنې په هکله جدي سپارښتنې کړې دي، په ډېرو احادیثو کې ټینګار شوی چې د نیالګیو کېنول صدقه دي، موږ ټول باید په ګډه خپل دیني مسوولیت ادا کړو.

مظفري ژمنه وکړه چې راتلونکې جمعه به په ټولو جوماتونو کې د نیالګیو کېنولو د اهمیت او ارزښت په اړه د ملا امامانو لخوا خلکو ته تبلیغ وشي.

د یادولو وړ ده چې نن د کب ۲۰مه په ټول هېواد کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاینونه پیل شول او د مختلفو برنامو په لړ کې به ۲۵ میلیون نیالګي کېنول شي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

BACK TO NEWS