نن له غرمې وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب له هغو شیوخو او علماء کرامو سره، چې د روان کال د حج په بهیر کې د حاجیانو ناظمیونو په توګه ګمارل شوي وو، وکتل.

bakhshi_admin
Wed, Jul 06 2022 3:03 PM
ملاقات با شیوخ

۵، ذوالحجه ۱۴۴۳هـ ق (۱۳ سرطان ۱۴۰۱ هـ ش)

په یاده غونډه کې د حج د شرعي مسايلو په تړاو خبرې وشوې او په دې غونډه کې د ناظمینو سربېره په مکه مکرمه کې د افغانستان د حج بعثې يو شمېر مسوولينو هم ګډون درلود.

شیخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب د روان کال ددې بهیر له مسؤلینو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې وویل، چې د حج بهیر د مسائلو او ستونزو د هواري په برخه کې د علماوو دریځ خورا مهم او ارزښتناک دی نو باید د حج مسایل باید حاجیانو لپاره په ساده او اسانه توګه توضیح او تشریح کړې شي. په ځانګړې توګه د قصر او جماعت د لمانځه په ادا کولو کې د حاجيانو لپاره د واحد نظر لارښوونه وشي. د قربانۍ مسايل هم د حاجيانو لپاره له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي او په دې اړه علماء کرام له حاجيانو سره شرعي مسائل شریک کړﺉ.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

BACK TO NEWS