د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا
د (۱۴۰۲هـ ش) تعلیمی کال لپاره د امامانو او خطیبانو د روزنې (ستاژ) لپاره نوی نوم لیکنه پیلیږی د علم او پوهې مینه والو، د دیني مدارسو د لوی دورې فارغان کولی شي په لاندې شرایطو کې ګډون وکړي:
د تدریب ائمه ستاژ لپاره د منلو شرایط:
۲- له دیني مدارسو څخه د لوی دورې د فراغت سند درلودل.
۳- اصلي علمي اسناد او د هغې کاپي له ځانه سره ولرئ.
۴- اصلي پېژندپاڼه (تذکره) او د هغې کاپي د څلور قطعو عکسونو سره (۴/۳).
د تدریب ائمه ستاژ ځانګړتیاوې:
- په عربي ژبه تدریس.
- مناسب او اکاډمیک چاپېریال.
- د کمپیوټر زده کړه او مکتبه شامله.
- ۴- په وړيا توګه تدریس ورکول.
د تدریب ائمه ستاژ امتیازات:
۱- د ستاژ دورې فارغانو ته په جوماتونو کې امامت ته لومړیتوب ورکول کیږي.
۲- د ستاژ دورې زده کړیالانو لپاره د دوی د تګ راتګ کرایه ورکول کیږي.
۳- د تدریب ائمه ستاژ د زده کړیالانو لپاره د وړیا عربي ژبې روزنې د زمینې برابرول.
نوټ: علاقمندان کولی شي د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د سنبلې میاشتې د اتلسمې نیټې څخه پیل تر پنڅلس (۱۵) ورځو پورې نوم لیکنې لپاره لاندې پتې ته ورشئ.
پته: د میدان هوایي څلور لاري ترڅېرمه، د تدریت ائمه انسټیټوټ.