افغان حاجیان دحج مناسکو د اداء کولو لپاره مِنیٰ ته روان شول

bakhshi_admin
Wed, Jun 04 2025 3:49 PM
حجاج

۸ذوالحجه ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۱۴جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

دذوالحجې داتمې په مناسبت په مکه مکرمه کې مېشت ټول افغان حاجیان دخپلو معلمینو په ملتیا دعصري او مجهزو بسونو له لارې دمنیٰ په لور روان شول،ترڅو دحج مبارکو مناسکو لړۍ پیل کړي.

سږ کال د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري پوره ۳۰زره حاجیان سعودي عربستان ته استول شوي، چې د نورو اسلامي هېوادونو حاجیانو سره یو ځای د حج فریضه ادا کوي. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په مِنیٰ کې د دغو حاجیانو د هستوګنې، تغذیې، ټرانسپورټ، روغتیايي خدمتونو او ټولو اړینو چارو لپاره لازم ترتیبات نیولي دي،د یادولو وړ ده چې په منیٰ، مزدلفې او عرفات کې د حاجیانو د اسانتیا لپاره پوره تدابیر نیول شوي، ترڅو دوی وکولای شي خپل عبادتونه په ارامه او منظم چاپېریال کې ترسره کړي.

منیٰ چې د مکې مکرمې له ښار څخه نږدې پنځه کیلومتره لرې موقعیت لري، د حج د مناسکو لومړنی تم ځای ګڼل کېږي او له همدې ځایه د دې ستر عبادت عملي مراحل پیلېږي

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Mon, Feb 23 2026 10:01 AM
Background image

Major Activities of the Ministry of MOHIA During the Holy Month of Ramadan

Sunday, 5th of Ramadan 1447 AH, corresponding to 3rd of Hoot 1404 SH

The Ministry MOHIA, with the aim of honoring the holy month of Ramadan, explaining the significance of this blessed. . .

BACK TO NEWS