دلومړی ځل لپاره په کابل کې دامام اعظم ابوحنیفه رحمة الله علیه نړیوال سمپوزیم ترسره شوو.

bakhshi_admin
Wed, Jun 19 2019 11:16 PM
ابو حنیفه

 دامام اعظم ابوحنیفه رحمة الله علیه لومړنې نړیوال سمپوزیم د ارشاد, حج او اوقافو ښاغلی وزیر مولوي عبدالحکیم منیب, دکابینې, ملي شوراء او سترې محکمي غړو, دپوهنتونو استادانو, د ۱۵ اسلامي هېوادنو جیدو علمای کراموپه حضورکې او دافغانستان اسلامي جمهوریت دویم مرستیال جلالتمآب استاد سروردانش په علمانه, هراړخیزه اودپام وړ ویناسره رسمآ پرانستل شوه. په پیل کې دشیخ القراء استاد قاري برکت الله سلیم په خوږ غږ کې دکلام الله مجید څو مبارک ایاتونه تلاوت شوه. ورپسی دتشریفاتو ریاست دتخنیکی ټیم له لورې دملي سرود وروسته دارشاد, حج او اوقافو وزارت مسلکی مرستیال دکتور امین الدین مظفری ګډون والوته دښه راغلاست سربیره دامام ابوحنیفه رحمةالله علیه په شخصیت او ژوند هر اړخیزه ویناوکړه. بیاد امام ابو حنیفه دمسجد خطیب او دعراق هېواد دفقهي ټولنې دپلاوې غړی دکتور عبدالستارعبدالجبارعباس الربیعی دستر امام دمقام او مکانت په اړه وینا وکړه, له دې وروسته دترکي هېواد جید عالم دکتور کورکماز دحنفی فقی دپراخوالی په معلومات له ګدونوالوسره شریک کړل,دي ته ورته دکتور عبدالستارالجبالی دمصر الازهر اسلامي ټولنې جیدعالم دحنفی فقی په اړه وینا وکړه. ورپسی دهندهېواد د دیوبند عالی دارلعلوم استاد شوکت علی قاسمي دموضوع په اړه پوره دپام وړ او ټولمنلې وینا ترسره کړه. دغرمې ډوډې او لمانځه له دمي وروسته دتلاوت په ترسره کولو په لومړي پنل کې چې دسعودې عربستان,تاجکستان,مصر,هندوستان او افغانستان هېوادونو استازو علماوګډون درلودچې دګډ شمېر موضوعاتو اوپه ځانګړې توګه يې دحنفی فقه کې د اعتدالي افکارو او وسطیت په اړه بحثونه وکړل. دي ته ورته په دویم پنل کې دترکي, روسی, مالیزیا, چین او افغانستان هېوادونو جیدوعلماي کرامو هم دګن شمېر موضوعاتو په اړه مباحثه ترسره کړل چې پایله به يې د دویمې ورځي په پای کې جمع بنداوله نړیوالو سره شریک کړي. دیادونې ده چې داستر سمپوزیم دجلالتمآب د ولسمشر په لارښونه دارشاد,حج اواوقافو وزارت او اړونده ارګانونوپه همکاری داستر ځلانده توګه دلومړي ځل لپاره د 3500تنو علماي کرامو په ګډون په کابل کې ترسره شو چې دوه ورځي په لړکې ونیسي.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Wed, Oct 29 2025 11:15 AM
Background image

The process of distributing prayer rugs to a number of official and unofficial mosques across the country has been completed by the Ministry of MOHIA.

Tuesday, 6 Jumada al-Awwal 1447 AH, corresponding to 6 Aqrab 1404 SH

By the directive of the Honorable Minister of the Ministry MOHIA, Dr Noor Mohammad Saqib, and under the supervision. . .

Mon, Aug 25 2025 4:45 PM
Background image

The process of collecting old Qurans, torn pages, and religious books in a suitable location has begun across the country by the Ministry of MOHIA

On 1st Rabi' al-Awwal 1447 AH, corresponding to 3rd Sunbula 1404

Following the specific guidance of the esteemed leader of the Islamic Emirate, Amir al-Mu'minin (may Allah protect him. . .

BACK TO NEWS