داسلام مقدس دين دمېرمنو لپاره څانګړې مقام په پام کې لری

bakhshi_admin
Thu, Oct 31 2019 8:41 PM
ملاقات


کابل، افغانستان ۱۳۹۸ دلړم ۷ نېټه
 ښاغلی دکتورامين الدين مظفری د ارشاد، حج اواوقافو وزارت مسلکي مرستيال نن د روان کال د لړم په ۷ نېټه دخپل کارپه دفتر کې دبداون لپاره د ګډون ايتلاف دښځوپه وړاندې  دتاوتريخوالي بنسټ له استازو سره ليدنه وکړه.
 دواړو خواو دخپلې ښوښې وړ موضوعاتو اندونو بداون وکړ.
په پيل کې دبدلون لپاره دګډون ايتلاف دښځو په وړاندې تاوتريخوالي بنسټ استازې خبرې وکړی خيلې موخې او اجنډا دبيان سربيره يې ډېره کړه:په ملي، ولايتې اوسيمه يېزه کچه له هغو فعالينواو مدنې ټولنې له بنسټونوڅخه دعدالت غوښتنې د پراخو ايتلافونو رامنځته کول ترڅو دښځو دبرابرۍ او ځواکمنتيا لپاره کاروکړي، دښځو برابرۍ او ځواکمنتيا لپاره داغېزمنې عدالت غوښتنې پياوړتيا، دافغانستان په ټولو ولايتونوکې دښځوحقونو په اړه دپوهاوي اوملاتړ زياتوالي، دجندر پورې اړوندو پاليسيو ، قوانينو او لوايحو دجوړونې او پلې کولو په برخه کې دمدنې ټولنې او افغان حکومت  داغېز منتيا زياتوالي.
استازې دخپلو خبرو په ترڅ کې دارشاد، حج  اواوقافو وزارت دهمکارې غوښتونکې شوه د دښڅو په وړاندې دتاوتريخوالي په  ملي کمپاين کې.
بيا دوزارت مسلکي مرستيال دکتور امين الدين مظفري استازو ته دښه راغلاست سربيره  دوزارت په کړنو رڼا واچوله وويل: دارشاد، حج اواوقافو وزارت  دقرانکريم ، نبوې ارشاداتو او نافذه قوانينو په رڼا کې مېرمنوته په عزت، کرامت خاص حقوق قايل دې ، موږ داسلام پيروان يو چې اسلام دحق اوعدالت دين دي داسلام مقدس دين دمېرمنولپاره څانګړې مقام په پام کې لری .
 دوزارت په استازولۍ يې دهمکارۍ هوډ وښود وويل:  موږ هوډلرو چې کومې دندې اومسوليتونه موږته  کمسيون راسپارې دي په ټول صداقت سره  تر سره کړو .
ښاغلی مظفری  دليدنې په پای کې د استازې مشرۍ ته يو د خطبې کتا ب د ډالۍ په توګه  ورکړ.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Wed, Nov 12 2025 2:37 PM
Background image

The Ambassador of the Islamic Emirate of Afghanistan in Qatar Meets with the Minister of MOHIA.

Tuesday, 20 Jumada al-Awwal 1447 AH, corresponding to 20 Aqrab 1404 SH
The Minister of MOHIA, Sheikh al-Hadith Dr. Noor Muhammad Saqib, met with Mr. Suhail Shaheen, the Ambassador of. . .

Wed, Oct 29 2025 11:15 AM
Background image

The process of distributing prayer rugs to a number of official and unofficial mosques across the country has been completed by the Ministry of MOHIA.

Tuesday, 6 Jumada al-Awwal 1447 AH, corresponding to 6 Aqrab 1404 SH

By the directive of the Honorable Minister of the Ministry MOHIA, Dr Noor Mohammad Saqib, and under the supervision. . .

BACK TO NEWS