د فرانسوي طنزيه مجلې (شارلي ابدو) له لوري د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم شخصیت ته د سپکاوي په تړاو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلامیه

bakhshi_admin
Tue, Sep 15 2020 3:13 PM
اعلامیه

دافغانستان اسلامي جمهوري دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په ډېرې خواشینۍ سره د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته منسوب کاریکاتور د فرانسوي شارلي ابدو طنزيه مجلې له لوري د بیا بیا خپرولو خبر سخت اندېښمن کړ.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نه یوازې دا عمل غندي، بلکې د افغانستان د مسلمان او متدین ملت په ځانګړي ډول د افغانستان د علماوو، روحانیونو او د افغانستان اسلامي جموري دولت په استازیتوب دغه عمل ناروا او فتنه خورونکی عمل بولې او ټولو اسلامي هېوادونو او د بې عدالتۍ او افراط ګرایي سره د مبارزې سازمانونو ته په لاندې ډول خپل شکایت وړاندې کوي.


١۔ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم شخصیت ته سپکاوی نه یوازې دا چې د نړۍ له یو نیم میلیارد ډېرو مسلمانانو ته سپکاوی دی؛ بلکې ټولو الهي انبیاوو، اسماني ادیانو او د هغوی رښتیني پیروانو حتی د ویښ او آګاه ضمیر ټولو انسانانو ته سپکاوی دی.
٢۔ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم شخصیت ته سپکاوی انساني ارزښتونو، اصولو او منلو شویو نړیوالو قوانینو ته سپکاوی دی.


٣۔ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم شخصیت ته سپکاوی د جهالت ښکارندوی، ناپوهي، داسلام د مبین دین او نورو اسماني ادیانو څخه ناخبري او د هغه مبارک صلی الله علیه وسلم له نور او برکت څخه د ډک ژوند په اړه د معلوماتو کمزورتیا ده.


٤۔ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم شخصیت ته سپکاوی په نړۍ کې د اوسېدو او ژوند کولو له ټولو اصولو سرغړونه ده، عدم مسؤلیت پذیري ده، چې د تاوتریخوالي او نا امنۍ ښکارندويي کوي.

 


٥۔ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم شخصیت ته سپکاوی په نړۍ کې له مسلمانانو سره ژوره دښمني، شرارت، فتنه، وېره خورول، افراطیت او د جرمي پېښو لوړولو په معنا ده.
هغه نړۍ چې موږ پکې ژوند کوو او د راتلونکو ورځو د سکون، ارامتیا او پرمختګ فکر یې له ځان سره لرو، بې له یو بل منلو، متقابل احترام، د وجایبو او حقوقو په رعایت کولو، د ملتونو دود، فرهنګ او دیني ارزښتونو ته درناوي د نه درلودلو په صورت کې به مو هغه هیله د تمې پر خلاف وي او د سکون ورځې به له تصور څخه لرې وي.

 

په همدې اساس دغه وزارت د اسلامي هېوادونو او ټولو هغو سازمانونو څخه چې د افراط ګرايي او د تروریزم پر وړاندې ځان ژمن بولي غواړي، چې دغه نه بخښونکی عمل وغندي او ددې کار عاملینو ته ژر تر ژره د سختې سزا ورکولو غوښتنه وکړي. په ځانګړي ډول له فرانسې هېواد څخه هیله کېږي، چې په دغه برخه کې د رښتینولۍ او حُسن نیت لپاره ددې جرم عاملین په علني ډول مجازات کړي، تر څو په نړۍ کې د غچ او انتقام اخیستلو حس او بل شوی اور خاموش کړي.

داسې کسان او سازمانونه ددغسې کړنو په ترسره کولو سره نه یوازې داچې په نړۍ د ادیانو او اطباعو تر منځ یې د جنایي خطرناکه پېښو او د افراطي افکارو پراختیا ته وده ورکوي، بلکې د خپلو هېوادونو د کورني امنیت د خرابېدو لامل هم کېږي.

له بل پلوه د خپل ټول متدین او غیور ملت څخه په خورا درنښت غواړو، چې خپل سپېڅلي دیني احساسات کنټرول کړي.

دغه راز له ټولو هېوادوالو څخه غواړو، چې د هرډول بې نظمي او له اړونده ارګانونو سره له همغږۍ پرته له راټولېدو څخه ډډه وکړي.

په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې او په نړۍ کې د اسلام او مسلمانانو تر څنګ د سوله ایز ژوند په هیله.

Payam-e-Haq MagazineShow more

Latest news

Wed, Nov 12 2025 2:37 PM
Background image

The Ambassador of the Islamic Emirate of Afghanistan in Qatar Meets with the Minister of MOHIA.

Tuesday, 20 Jumada al-Awwal 1447 AH, corresponding to 20 Aqrab 1404 SH
The Minister of MOHIA, Sheikh al-Hadith Dr. Noor Muhammad Saqib, met with Mr. Suhail Shaheen, the Ambassador of. . .

Wed, Oct 29 2025 11:15 AM
Background image

The process of distributing prayer rugs to a number of official and unofficial mosques across the country has been completed by the Ministry of MOHIA.

Tuesday, 6 Jumada al-Awwal 1447 AH, corresponding to 6 Aqrab 1404 SH

By the directive of the Honorable Minister of the Ministry MOHIA, Dr Noor Mohammad Saqib, and under the supervision. . .

BACK TO NEWS