د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې په استانبول ښار کې د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې له مشر سره وکتل

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۲۲:۴۱
سفر ترکیه

سه شنبه ۷ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۶ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلی شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب د اسلامي نړۍ د علماوو د مشورتي کنفرانس له پای ورورسته د ترکیې په استانبول ښار کې د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې مشر دکتور شیخ علي محی الدین القره داغي سره وکتل.

په پیل د ارشاد، حج او اوقافو وزیر خبرې وکړې او د یادې اتحادیې له رئیس څخه یې په دې وروستیو کې افغانستان ته د راغلي پلاوي د لېږلو له امله مننه وکړه او د افغانستان له اسلامي امارت سره يې د دې اتحاديې د لا زياتو اړيکو غوښتنه وکړه، نوموړي دغه راز په علمي او ښوونیزو برخو کې د ترسره شویو کارونو له امله قدرداني وکړه.

ورپسې دکتور شیخ علي القره داغي خبرې وکړې او لومړی یې د اسلامي نړۍ د علماوو په مشورتي کنفرانس کې د شیخ الحدیث سر محقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب په شتون او راتگ سره خوښي څرګنده کړه او د دې اتحادیې د فعالیتونو په اړه یې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ته معلومات وړاندې کړل، ښاغلي داغي وویل: دغه اتحادیه د نړۍ د علماوو یوه لویه ډله لري او د نړۍ په څه باندې (۹۰) هېوادونو کې فعالیت او نمایندگي لري همدارنګه نوموړي خوښي څرگنده کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت په رأس کې علماء کرام شتون لري نوموړي د دیني او مدني برخو ستاینه وکړه او له اسلامي امارت سره یې د دغې اتحادیې د اړیکو د ټینگښت په موخه د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د علماوو د اتحاديې ترمنځ يې د ديني او علمي همکاريو پر پياوړتيا ټينګار وکړ او راتلونکي کې په د دې اتحاديې کې د افغان علماوو رول مثبت او اغېزناک وباله.

یاده غونډه د ارشاد، حج او اوقافو د وزیر او د نړۍ د مسلمانانو د اتحادیې مشر تر منځ تر سره شوه او په پای کې شیخ القره داغي او شیخ الحدیث نور محمد ثاقب یو بل ته د ډالۍ په توګه خپل علمي اثار ورکړل.

دغه غونډه د دوستۍ او صمیمیت په فضا کې پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۹:۱۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ۱۴۴۷هـ ق کال د حاجیانو د لېږد را لېږد په تړاو د هېواد د هوايي شرکتونو له مسؤولینو سره وکتل

سه شنبه، ۲۷/ جمادی الاولیٰ ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۲۷/ عقرب ۱۴۰۴ هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ‌ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د حج پروسې د چمتووالي ، د اړوندو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۴۳
Background image

په مقدّسو مشاعرو کې د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو تړونونه د سعودي عربستان اړوند له ضیوف البیت او رواف منی شرکتونو او یوه روغتون سره لاسلیک شول

سه شنبه، ۲۰ جمادى الأولى۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۰ عقرب۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷ هـ ق کال د حاجیانو لپاره په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدَّسو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۳۷
Background image

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر سره وکتل

سه شنبه ۲۰/ جمادى الأولى/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۲۰/ عقرب/ ۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ‌ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مقام کې، په قطر کې د افغانستان اسلامي. . .

BACK TO NEWS