د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

bakhshi_admin

کچیري خلک وپوهیږي چې ازادي څومره لوی نعمت دی هیڅ وخت به هغه له لاسه ورنکړي بناءباید ټو خلک هڅه وکړي چې د خپل ژوند د ماڼۍ د تعداب د پيل خښته په ازادۍ سره کښېږدي ځکه چې د استقلال او ازدي ساتل د انسان لپاره نیکمرغه او دهغوی له لوري د ټولنیز عدالت تامین لپاره یو حیاتي هڅه ده.

د خپلواکۍ د سلم جشن ورځې په مناسبت

د افغانستان د ارشاد حج اوقافو وزارت غواړي چې د هېواد د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو په مناسبت په ټول هېواد کې یو دیني پروګرام د خبرتیا د پيل نېټې څخه د ۱۳۹۸ کال د اسد میاشتي تر ۲۸ نېټې پوري ترسره کړي.

له همدې امله ټولو وروڼو او خویندو ته خبر ورکول کیږي چې په دې پروګرام کې په پوره ژمنتیا او لیوالتیا ګډون وکړي او په دې برخه کې خپله ایماني، دیني او وجداني مسؤلیت ادا کړي

 د نورو زیاتو مالوماتو لپاره محترم علاقمندان کولای شي په ولایتونو کې د ارشاد حج اوقافو ریاستونو او ددې ارګان دوهمو واحدونو سره تماس کې شي

هغه پروګرامونه چې تر سره به شي.

۱-د قرانکریم د ختم مراسم په ټول هېواد کې

۲-د قرانکریم د حفظ سیالۍ

۳-د قرانکریم د حسن قرات سیالۍ

۴-دسیرت نبوی سیالۍ

۵-د مقاله لیکنې سیالۍ

۶-د نعت ویلو سیالۍ

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۰ - ۱۰:۰
Background image

د ارشاد حج او اوقافو خبرتیا

په مرکز او ولایتونو کې ټولو علما ؤ کرامو ته خبر ورکول کېږي، چې د حاجیانو د ناظم په توګه په آزموينه کې د ګډون له پاره نوم لیکنه د روان کال د سلواغې(دلوې) د میاشتې په ۱۹مه نېټه پلېږي او د . . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۸ - ۱۲:۱۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا!

د کابل ښار د ټولو ناحیو  اوسېدونکي چې د حج بیت الله شریف د فریضې د ادأ کولو غوښتنه لري، خبر ورکول کېږي، چې د ١٣٩٩ کال د نوم لیکنې او راتلونکو کلونو له پاره د خپلو اړونده ناحیو د سهم . . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۱۲:۳۱
Background image

 د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د زیارت او عمرې ریاست خبرتیا!


ټولو هغو هېوادوالو ته چې د عراق اسلامي جمهوري هېواد ته سفر لري خبر ورکول کېږي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سفارت په بغداد کې د یو رسمي مکتوب په وسیله د بهرنیو چارو وزارت د . . .

Back to announcements