د 1404 مالي کال لپاره د 16 عرادو تویوتا فلډر موټرو د تهیه او تدارک پروژې

bakhshi_admin
16 عراده موتر

Publish Date

Closing Date

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له ټولو شرایط پوره داوطلبانو څخه هیله کوي چې د (1404 مالي کال لپاره د 16 عرادو تویوتا فلډر موټرو د تهیه او تدارک پروژې) داوطلبۍ پروسه کې برخه واخلي او خپل تړلي آفرونه د شرطنامې د شرایطو، د اسلامي امارت د عامه تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له مخې، د اعلان له نیټې څخه تر (21) تقویمي ورځو پورې وړاندې کړي.

د شرطنامې ترلاسه کولو پته:

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د تدارکاتو ریاست، (شهرنو، د اتصالات کوڅه، د فیض محمد خان څلور لارې)، د رسمي وختونو په جریان کې، د سی ډي یا فلش له لارې ترلاسه کیدلی شي.

د آفرونو د پرانیستلو نېټه او نور جزیات د شرطنامې د لارښود پاڼې سره سم داوطلبانو ته ابلاغیږي. ناوخته رسیدلي یا انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

دآفرتضمین: د درې سوه اووه سلو زرو (370,000) افغانیو بانکي تضمین په ډول، او د اهلیت شرایط د داوطلبۍ معلوماتو په پاڼه کې ذکر شوي دي.

یادونه:
که د شرطنامې متن او د داوطلبۍ بلنې اعلان ترمنځ کوم توپیر موجود وي، د شرطنامې متن بااعتباره ګڼل کیږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلی‌فایرونو د برابرولو او تدارک پروژې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د مساجدو محترم ریاست د اړتیا وړ امپلی‌فایرونو د برابرولو او تدارک  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۲۹
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (2) قلمه تیلو پطرول او ډیزلو د تهیې او تدارک پروژه

په دې وسیله ټولو ته خبر ورکول کېږي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم،  د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (2) قلمه تیلو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (۳۱) قلمه قرطاسیې د تهیې او تدارک پروژه

په دې وسیله د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم، ټولو ته خبر ورکول کېږي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د (۳۱) قلمه . . .

Back to tenders