له افغانستان څخه حرمینو شریفینو ته د حاجیانو د لېږد لومړۍ الوتنه ترسره شوه.

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۹:۴۵
وداع با حاجیان

۳۰ شوال ۱۴۴۴ هـ ق (۳۰ ثور ۱۴۰۲ هـ ش)

د  مرکزي زون حاجيانو د لومړۍ الوتنې د پيل غونډه نن د کابل نړيوال هوايي ډګر د بهرني ترمينل په تالار کې جوړه او لومړنۍ الوتنه ترسره شوه.

په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د ریاست الوزراء محترم کفیل مولوي عیدالکبیر، د ریاست الوزراء مرستیال او د حج ملي کمېټې رئیس مولوي عبدالسلام حنفي، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب، د اطلاعاتو او کلتور وزیر مولوي خیرالله خیرخواه، د کابل نړیوال هوایي ډګر عمومي رئیس عبدالهادی محمد ددې وزارت مرستیالان او مرکزي رئیسانو ګډون درلوده.

یاده غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د حج ملي کميټې رئيس مولوي عبدالسلام حنفي دغه غونډه کې د حج ملي پروسې ته په اشارې سره وويل، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له رهبرۍ څخه منندوی یو چې په ډیر اخلاص او صداقت سره یې یاده پروسه تنظیم او مدیریت کړه.

محترم حنفي صاحب زياته کړه، د امير المؤمنين حفظه الله د لارښوونې او د حج او عمرې ملي کمېټې او ارشاد، حج او اوقافو وزارت د شپه او ورځ هڅو په نتيجه کې د هيواد دننه او سعودي عرب کې د حاجيانو د لېږد او ځای پر ځای کولو لپاره غوره اسانتياوې رامنځته کړي دي.

ښاغلي حنفي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې یادو حاجیانو ته د ښه سفر تر څنګ د الله تعالی له دربار څخه د مبرور حج غوښتونکی یم.

وروسته بیا د ریاست الوزراء کفیل مولوي عبدالکبیر خبرې وکړې او حاجیانو ته یې د دعا په کولو سره زیاته کړه: موږ د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره راپورته شوي یو او اوس تاسې حاجیان په دواړو سپېڅلو زیارتونو کې د هغې د ټینګښت او لا پیاوړتیا   لپاره دعاوي وکړئ.

ښاغلی کفیل وویل، تاسو محترم حاجيان په سعودي عربستان د افغانستان د خلکو استازيتوب کوئ، نو دغه استازيتوب په ښه ډول سره ترسره کړې.

ورپسې بیا د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور نورمحمد ثاقب خپلو عالمانه ویناوو ترڅنګ وویل: که د حج مناسک مو په ښه ډول نه وی زده کړي په کامل ډول د حج فریضه اداء کول سخت کار دي، هغه حاجیان چې د حج فریضې د اداء کولو لپاره ځې دوه برخې فرایض باید سم زده کړي لومړی د حج فرائض او دویم د حج پوهه فرض ده، نو په همدې تړاو مو ستاسو لپاره له ټول هېواد څخه جید علماء کرام د معلمي لپاره انتخاب کړل.

نوموړي ثاقب زیاته کړه، سږکال ددې وزارت لخوا د حج او عمرې د مناسکو لارښود کتاب چې په پښتو او دري ژبو چاپ شوی ده لاندې ځانګړتیاوې لري: آسان، مختصر، مدلل، محقق او هر اړخیزه د حج اړوند مهم اصطلاحات او د مبارکو ځایونو پیژندنه او د حنفي فقهې له معتبرو سرچینو څخه اخیستل شوی دی، چې هر حاجي ته یو یو کتاب ورکول کیږي.

د غونډې په پای کې ټولو حاجیانو ته الوداع ورکړل شوه او د حرمینو شریفینو په لور وران شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۵:۵۳
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په لړ کې له مِنٰی شریفې څخه د عرفات میدان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو

سه شنبه، ۹/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶/ جوزا /۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي پلان له مخې د ذوالحجة الحرام میاشتې د نهمې نیټې (عرفات ورځې) په رارسېدو سره، له مِنٰی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په موخه له مکې مکرمې څخه مقدّسو مشاعرو ته

د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو دوشنبه، ۸/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۵/جوزا/۱۴۰۵هـ ش د ذوالحجة الحرام میاشتې د اتمې نېټې (ترویې د مبارکې ورځې) په رارسېدو سره، د ارشاد، حج او اوقافو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۹:۳۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني اماکنو د انسجام نوی مرستیال معرفي شو

شنبه، ۶/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/ جوزا/۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني اماکنو د انسجام نوی مرستیال، محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت ‏د یوې ځانګړې غونډې په. . .

BACK TO NEWS