د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مصر د الازهر پوهنتون، مشعل پوهنتون او الکوزي شرکت په همکارۍ د علماوو د ظرفیت لوړولو د لومړۍ دورې فارغینو ته سندونه ووېشل شول.

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۱۱:۱۵
سمینار دانشگاه مشعل

یکشنبه ٢٨ مرغومي ١٣٩٩

کابل۔ نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مصر د الازهر پوهنتون، مشعل پوهنتون او الکوزي شرکت په همکارۍ د علماوو او خطیبانو د ظرفیت لوړولو د لومړۍ دورې فارغینو ته د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې یې د فراغت سندونه ووېشل شول.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په دغه کنفرانس کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي، په انلاین ډول له مصر څخه د الازهر پوهنتون استادانو، د وزارت مشاورینو، ریسانو، د اسلامي تعلیماتو او تدریب آییمه استادانو، علماء کرامو، د مشعل پوهنتون او الکوزي شرکت استازو ګډون کړی و.

لومړی په کابل کې د مصر سفیر ښاغلي احمد اسماعیل د یادو علماوو د فراغت د مبارکي وویله او زیاته یې کړه: د افغانستان او مصر دواړو هېوادونو تر منځ په علمي او فرهنګي برخه کې د اوږدمهاله همکاریو ژمنه وکړه او ویې ویل: د مصر هېواد یو له موخو څخه د افغانستان د علماوو په منځ کې د اعتدال زده کړه، ترویجاو رامنځته کول یاد کړل او زیاته یې کړه،چې د کرونا ویروس له ختمېدو وروسته کوښښ کوو، چې د افغانستان علماوو ته مصر هېواد څخه د لیدنې په موخه د علمي سفرونو زمینه برابره کړو.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي خبرې وکړې. نوموړي وویل: د الله تعالی لوی فضل او کرم دی، چې زموږ د علماوو د ظرفیت لوړونې لومړۍ دوره په بریالیتوب سره پای ته ورسېده او د زده کړو دا لړۍ ادامه لري.

نوموړي زیاته کړه: موږ د علماوو د ظرفیت لوړونې په موخه برنامې د لاس لاندې لرو، چې ددې برنامو په پلي کولو سره به زیات شمېر علماء کرام له دې زده کړو برخمن شي. هغه زیاته کړه: د کرونا ویروس د ختمېدو وروسته پلان لرو، چې د افغانستان علماء کرام د اندونیزیا، مصر، اردن، دیوبند هند او یو شمېر عربي هېوادونو ته د اړتیا وړ زده کړو د حاصلولو لپاره ولېږو.

ښاغلي حلیمي د دې دورې فارغینو ته په خطاب کې د مبارکي ترڅنګ وویل: اوس باید تاسو خپل مسؤلیتونو ته لاډېره پاملرنه وکړﺉ او له حالاتو سره سم د خلکو پوښتنو ته حکیمانه ځوابونه وواﺉيی.

ورپسې دوکتور محمد المحر صاوي د جامعة الازهر رئیس او د ازهر دفارغينو دنړيوالي ټولنې مرستیال د دواړو هېوادونو د علماوو د اړیکو په بهبود خبرې وکړې او د افغان علماوو د ظرفیت په لوړونه کې یې د مصر الازهر پوهنتون د استادانو له لوري د ویډیو کنفرانس له لارې د تدریس برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغه راز د جامعة الازهر پخواني رئیس دوکتور ابراهیم الهدهد او دوکتور عبدالدایم نصیر  دشيخ الازهر لوي سلاکار ،  د فارغينو دنړيوالي ټولني مرستيال استاد السید اسامه په خپل وار د افغانستان او مصر هېواد د علماوو د اړیکو په پراختیا او ارزښت خبرې او د نورو زده کړو لپاره د زمینې برابرولو په تړاو ټینګار وکړ.

ورپسې د الکوزي شرکت استازي خبرې وکړې او د لومړۍ دورې فارغینو پروګرام یې بریالی یاد کړ. او د علماوو د ظرفیت لوړونې په برخه کې یې د هر ډول مرستو ډاډ څرګند کړ.

د کنفرانس په پای کې د لومړۍ دورې ټولو فارغ شویو علماء کرامو ته د فراغت سندونه ووېشل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۹:۱۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ۱۴۴۷هـ ق کال د حاجیانو د لېږد را لېږد په تړاو د هېواد د هوايي شرکتونو له مسؤولینو سره وکتل

سه شنبه، ۲۷/ جمادی الاولیٰ ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۲۷/ عقرب ۱۴۰۴ هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ‌ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د حج پروسې د چمتووالي ، د اړوندو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۴۳
Background image

په مقدّسو مشاعرو کې د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو تړونونه د سعودي عربستان اړوند له ضیوف البیت او رواف منی شرکتونو او یوه روغتون سره لاسلیک شول

سه شنبه، ۲۰ جمادى الأولى۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۰ عقرب۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷ هـ ق کال د حاجیانو لپاره په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدَّسو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۳۷
Background image

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر سره وکتل

سه شنبه ۲۰/ جمادى الأولى/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۲۰/ عقرب/ ۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ‌ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب، د وزارت په مقام کې، په قطر کې د افغانستان اسلامي. . .

BACK TO NEWS