د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې په مکه مکرمه کې د حج مناسکو د چمتوالي په تړاو غونډه ترسره شوه

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۵:۳۵
ملاقات در بعثه

شنبه ۲ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۱۹ جوزا ۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب تر مشرۍ لاندی د حج مناسکو د چمتوالي او اسانتیاوو د برابرولو په موخه د مکې مکرمې د حج بعثې په مرکزي دفتر کې غونډه ترسره شوه .

په غونډه کې  د دې وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث زرمحمد حقاني، په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې قونسل، په مکه معظمه او مدینه منوره کې د حج د کاري کمېټو مسؤلینو او کارکوونکو گډون کړی وو .

غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او د حج بعثې عمومي رئیس خبرې وکړې او وی ویل چې د حج د مراسمو پيل ته يواځي څو ورځې پاتې دي او کاري کمېټې په ځانگړې توګه د ټرانسپورټ، تغذیې، مناسکو، مفقودینو، نشراتو، بهرنيو اړيکو او روغتيايي کمېټو مسؤولین باید خپلو دندو ته په جدي توگه پاملرنه وکړي، تر څو افغان حاجیان وکولای شي د حج مراسم او مناسک په سمه، منظمه او ډاډ منه توګه ترسره کړي

ښاغلي ثاقب زیاته کړه چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سږ کال د خپل منظم پلان په درلودلو سره د الله جل جلاله په فضل او کرم وتوانیده چې د خپلو پوره (۳۰) زره حاجیانو د انتقال ترڅنګ په ټولو برخو کې حجاج کرامو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د ټولو کاري کمېټو د کړنو د راپور تر اوریدلو ورسته له دغو مسؤلینو او کارکوونکو څخه مننه او ستاینه وکړه او د ورسپارل شویو دندو د لاښه ترسره کیدو په تړاو یې ورته اړینې سپارښتنې وکړې

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۶:۲۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په کابل کې د ترکیې هیواد د لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب د ترکیې هېواد د دیني چارو ریاست له مرستیال ښاغلي پوهنوال سلیم ارگون او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۳:۱۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له لوري د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په انگړ کې د یو محراب جومات پرانیسته وشوه.

چهارشنبه ۱۷ صفرالمظفر ۱۴۴۶ هـ ق (۳۱ اسد ۱۴۰۳ هـ ش)

د عالیقدر امیر‌المؤمنین (حفظه الله) د حکم سره سم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوری د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په انگړ کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۱:۶
Background image

ه افغانستان څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۶ هـ ق کال د معتمرینو لومړۍ الوتنه ترسره شوه

۲۹ محرم الحرام ۱۴۴۶ هـ ق (۱۴ اسد ۱۴۰۳ هـ ش)

له هېواد څخه حرمینو شریفیو ته د ۱۴۴۶ هـ ق کال د معتمرینو لومړی کاروان نن د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه د سعودي عربستان په لور روان شو.

په. . .

BACK TO NEWS